سعودي سبا یو ځل بیا د بهرني ناقانونه کارګرو پلټنه پیلوي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د سعودي حکومت سبا د هغو بهرني کارګرانو پر ضد سخته پلټنه کوي چې په دغه هېواد کې اوسیږي او کارونه کوي.

دغه هېواد کې مېشتو افغانانو نن ټکی اسیا ته وویل کفیلانو یې ورته ویلي چې سبا /یکشنبه، کب ۱۷مه، مارچ ۸مه/ د بهرني کارګرانو پر ضد حکومت سخته پلټنه کوي او هغه کسان چې اقامه نه لري یا اقامه لري خو پرې نور کارونه کوي او یا هم د هغې سیمې څخه چېرې چې ورته د کار اجازه ورکړل شوې بهر وي، نیسي.

دوی وايي چې کفیلانو يې پرې ټینګار کړی چې بهرني مېشتي دې غیرقانوني کړنې نه کوي څو دوی ته ستونزې جوړې نشي.

سعودي مېشت افغانان وايي چې سعودي حکومت غواړي د بهرني کارګرانو په نظام کې بدلون راولي او د کار محدودیتونه پرې زیات کړي.

هغوی وايي چې کفیلانو ورته همدا راز ویلي چې حکومت پرې غږ کړی چې که کارګر يې غیرقانوني کړنه وکړي، یا د کار د جواز پرته ونیول شي، شرکت یې بندیږي او هم ۵۰زره ریاله جریمه کیږي.

دوی په سعودي کې مېشتو افغانانو غږ کړی چې له احتیاطه کار واخلي څو حکومت یې ونه نیسي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د