نظــر

خر مې خبر نه دی ما پې بار ایښی دی

لیکوال: جیلاني پښتون

چې ماشومان وو او د ښوونځي په لومړني یا دوهم ټولګي کې وو، نو چې کله به معلم صاب په صنف کې نه و زموږ له صنف څخه به هم کټ مټ د ولسي جرګې تالار جوړ وو، چیغې ، غالمغال، جنګونه، پساتونه او لوبې به شروع وې، ددې لوبو او ماشومانه شوخیو یوه لوبه همدا د خره او بار لوبه وه، یوه ماشوم به په پټه د بل ماشوم په شا یا دبدن په بله برخه کوچنۍ خاشه، د کاغذ ټوټه یا د سطرنجۍ پخه وروغورځوله او بیا به یي ورته همدا سندره پیل کړه: خر مې خبر نه دی ما پې بار ایښی دی…ههههه خر مې خبر نه دی ماپې بار ايښی دی.

دې ماشوم به تر هغو ورته همدا بګتۍ غږوله او چکچکې به یي ورته ویلې چې مقابل ماشوم به هماغه پخه یا خاشه پیدا کړه او له ځانه به یي وغورځوله په دې مهال به نو ګواکې خره له خپلو اوږو بار وغورځاوو او مقابل ماشوم به هم غلی شو.

که هغه مهال ماشومانو په خپلو شوخیو او ټوکو یو بل استحمارول نن سبا لوی لوی سړي وینو، چې له پنډو پنډو سرونو، عقلونو، شملو او یو شانزده بیس نفس او تقاضاوو سره یې پردي رانه داسې استحماروي ، چې ټوله ورځ ورباندې خپل بارونه چلوي مګر دوی په ځان خبر هم نه وي.

دا څو کاله په هیواد خصوصا کابل ښار کې عجیب او بې سابقې نمایشونه وینو، یوه ورځ د حجاب په ضد لاریون وي او څو تنو پروژه یي فعالانو یوه ګله ځوانان په مخه کړي وي، چادرۍ ور واغوندې او بیا یي د مطبوعاتو په مخکې ودروي تر څو د حجاب په ضد خپل کرکه ورباندې تمثیل کړي.

بله ورځ یو تن راولاړ شي، په فیسبوک کې اعلام خپور کړي چې هلئ د خره لمانځنغونډه ده، څو تنه مطرح کسان هم ورسره په مرموزه طریقه ملګري کړي تر څو حد اقل اعتماد او باور جلب کړي، بله ورځ به د معاصر اوبو وړي نسل یوه ګله پتلوني ځوانان وینې چې د خره په احترام لمانځنغونډه کې تشریف فرما وي، خو له دې ناخبره چې چا راجمع کړي، ولې یي راجمع کړي او د ماشوړې اصلي سر په کوم ځای کې بند دی.

لویدیځ استعمارګر او استحمار خېل د دریمې نړۍ د خالي الذهنه اولسونه په اړه یو کوټلی منطق لري، وایي: چې خر په لاس درغی نو باید ورباندې سپور شې.

نن سبا د زموږ د اوبوړي نسل نیم سواده ښاري ځوانان چې ځانونه ورته روشنفکران ښکاري، استعمار ته د همداسې کته کړیو خرو غوندې په ګورت ورغلي دي، نو ځکه خو ورباندې خپل سیاسي، کلتوري، فکري او تبلیغاتي بارونه چلوي.

دغه په ظواهرو خطاء او په خپله نیکټایي خامتما زلمکیان یوازې دې ته خوښ دي چې په نمانځنغونډه کې له ګډون وروسته یې په فیسبوک کې عکسونه راشي ، چې پلانی صاحب هم په لمانځنغونډه کې حاضر و، نور یې په دې سر نه ګرځوي ،چې ددغسې ناشولته کړنو د طراحۍ،تمویل او دیکتې سرچینه چیرې ده او ګټه یې دچا جیب ته ځي.

د استعمار او استحمار په دام ښکیلو ځوانانو ته به ووایو چې یارانو ځانونه خبر کړئ او په دې ځان پوه کړئ چې چا خو درباندې بار نه دی ایښی،کله چې خر لمانځئ لومړی دا فکر وکړئ چې آیا خپله خو د مخروریت ښکار شوي نه یاست چې دغسې بې ضرورته او ناشولته کارونه کوئ، ناشولته ورته ځکه وایم ،چې خر به یهودو ته مذهبي تقدس لري او امریکایانو ته سیاسي، ستاسو یې له خیره چې له دغه احمق څلور بوله مو اپلاتون جوړ کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x