ورزش

افغانستان کوښښ کوي خپل بدل د نیوزیلنډ څخه واخلي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۶مه ۱۳۹۳ل): افغانستان د استرالیا سره په لوبه کې ستره تاریخي ماتې وخوړه. د ناکامۍ دوه ریکارډونه یې جوړ کړل. لومړی د نړیوال جام په تاریخ کې په یوې سیالۍ کې تر ټولو زیاتې منډې ورکړې او دوهم دا چې په ډيرو منډو یې سیالي وبایلله.

نیوزیلینډ په نړیوال جام کې څلور لوبې کړي. د استرالیا په څېر لوبډلې ترې لوبه بایللې. دوی په خپل هېواد کې د زمریانو په څېر لوبه کوي. نیوزیلینډ کوښښ کوي چې د ریکارډ جوړولو لپاره هم سباته سیالي وګټي.

افغانستان بیا لومړی ځل دی چې د نیوزیلنډ سره په نړیوالو لوبو کې مخامخ کیږي، په ډګرساتنه او توپوهنه کې ستونزه لري.

که څه هم د استرالیا سره په توپ اچونه کې هم ناکام شو، خو سربېره پر دې د توپوهنې په پرتله  توپ اچونه کې ډير ښه دي.

افغانستان دې د رحم تمه نه لري

نیوزیلینډی بالر ټېم ساوتي وايي چې افغانستان دې د دوی څخه د رحم امید او توقع نه لري. دوی تر دې مهاله څلور سیالۍ ګټلي او کواټر فاینل ته وتی دی. نوموړي دې ته په اشارې سره ویلي چې د افغانستان او بنګلادیش سره وروستۍ دوې سیالۍ ورته ډيرې مهمې دي او دوی کوښښ کوي چې تر پایلوبې پورې دغسې روان وي.

په عین حال کې د افغانستان لوبډلې ویکټ کيپر افسر ځاي بیا د استرالیا سره لوبه «بده ورځ» ګڼلې خو زیاته کړې يې ده چې دوی به د نیوزیلینډ څخه د استرالیا د لوبې غچ واخلي.

وروستۍ سیالۍ

نیوزیلینډ تېرې ۵ سیالۍ پرلپسې ګټلي. څلور یې په نړیوال جام کې او یوه لوبه تر نړیوال جام وړاندې ګټلې. افغانستان بیا وروستۍ ۵ سیالیو کې دوې سیالۍ ګټلي او ۳ يې بایللي دي.

وروستۍ خبره

افغانستان د نیوزیلینډ سره په لومړي ځل مخامخیږي. توپوهنه او ډګرساتنه کړې ستونزه لري. د استرالیا سره د لوبې ترخه تجربه هم لري. نیوزیلینډ بیا په کور کې لوبیږي، نندارچیان د دوی زیات وي چې په افغانستان بد اغېزه کولای شي.
لوبه /یکشنبه، کب ۱۷مه/ د شپې پر ۲:۳۰ بجو پیلیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

سلامونه!
وروڼو پورته متن مو ګڼې تېروتنې لري، چېرته مو د نیوزلیند لیکلی او چېرته مو هم ارقام غلط ورکړي دي. هیله ده چې یو ځل دغه متن ولونی او اصلاح یې کړئ. اسټرالیا په ۴ کې دوې ماتې خوړلي خو ستاسې هدف هلته استرالیا نه بلکې نیوزیلند دی او همداسی افغانستان له ۴ یوه ګټلې، دوه یې د نیوزیلند او انګلند سره پاتې دي.
خدای دې وکړي چې سمه یې کړئ.
http://www.espncricinfo.com/icc-cricket-world-cup-2015/engine/series/509587.html?view=pointstable

کور مو ودان. تېروتنې اصلاح شوې. 

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x