افغانستان

دمیدان وردګو ولایت په مرکز میدانښار کې څلورنیم میلیونو افغانیو په لګښت دیو پارک جوړولو چارې پیل شوې

میدانښار، وردګ( لیندۍ ۲۲ مه ۱۳۹۰) دمیدان وردګو ولایت په مرکز میدانښآر کې  دڅه کم پنځه میلیونو افغانیو په لګښت دیو پارک جوړولو چارې پیل شوې.

دمیدانښآر  ښاروالۍ (۴۴۲۲۵۴۰) افغانیو په مالي لګښت  دسولې پارک جوولو چارې دولایت والي محمد حلیم فدایي، دولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان، دسرپرست ښاروال انجینیر محمود او ددې ښار دهټېوالو لخوا دجوړولو چارې دپټۍ په پریکولو  سره پیل شوې.
ښاغلي محمد حلیم فدایي دنوموړې پارک جوړول دښار دهټیوالو او اوسیدونکو لپاره  دتفریح یو مناسب ځای وبللو او زیاته یې کړه چې دنوموړې پارک  په جوړیدو سره به  دښار په  ښکلار  او بڼه کې فوق العاده تغیر رامنځته شي.
سرپرست ښاروال انجینیر محمود په ویناء نوموړې پارک د ښاروالۍ دانکشافي بودجې څخه  د(۴۴۲۲۵۴۰) لکو افغانیو په لګښت دښار اوسیدونکو او هټیوالو لپاره دخدمتونو دعرضه کولو په موخه  په (۱۲۰۰۰) زره جریبه  ځمکه کې  په اساسي ډول په (۴) میاشتو کې  جوړیږي چې له امله به یې هټیوال او دښار اوسیدونکي  دیو ښه پارک لرونکي شي.

د ولایت ویاند: شاهد الله شاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x