افغانستان

کابل: ناڅرګندو وسله والو په یوې خانقاه کې ۶ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د پلازمېنې کابل په ۵مه حوزه کې ناڅرګندو وسله‌والو په یوې خانقاه برید کړی چې په ترڅ کې يې ۶ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د پېښې تایید سربېره ویلي چې څو تنو وسله‌والو نن ماښام ۶ بجې د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د کمپنۍ سیمه کې په بهادر اغا په خانقاه برید وکړ.

یاد وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې بریدګرو د بې غږه تمانچې څخه په ګټې اخېستنې ۶ کسان وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.

کورنیو چارو وزارت د پېښې په تړاو د ۵ تنو شکمنو کسان خبر هم ورکړی دی.

د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی اخېستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x