افغانستان

پکتیکا : دوه قومندانان طالبانو ته تسلیم سول

mujahideen

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي خبرپاڼي کي خبر ورکوي چي نن ورته د پکتیکا ولایت په وازې خوا ولسوالۍ کي د اوسني حکومت دوه تنه مشهور قومندانان تسلیم شوي . نوموړي وایې چي دا دوه قومندانان چي عبدالحی او بخت باران باوري نومېږي په سېمه کي د حکومت فعال او د ډېرو وسلوالو مشران بلل کېدل .

نوموړي همداراز زیاتوي چي دوی د سیمي له مجاهدینو سره ژمنه وکړه چي نور به د ملت او خلکو له دښمنۍ لاس اخلي او د بهرنیانو او اشغالګرو په ضد به له روان مقاومت سره اوږه په اوږه دریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx