نړۍ

د سیسي حکومت د خپلو مخالفینو د اعدامولو لړۍ پیل کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب۱۷مه ۱۳۹۳ل): د مصر په پخواني ولسمشر دکتور محمد مرسي باندې تر کودتا وروسته د جنرال عبدالفتاح سیسي حکومت نن د مرسي د ملاتړي په اعدامولو سره د خپلو مخالفینو د وژلو لړۍ پیل کړه.

د مصر کودتايي رژيم نن د کودتا مخالف او د خلکو په رایه جوړ شوي حکومت ملاتړی محمود رمضان په اسکندریه ښار کې په دار وځړاوه.

په دکتور مرسي د کودتا وروسته دا لومړی ځل دی چې د سیسي حکومت خپل لومړی مخالف اعداموي.
د جنرال سیسي حکومت تر دې وړاندې په لاریونونو کې زرګونه کسان وژلي او ټپیان کړي دي.

ویل کیږي چې بشري حقونو یو شمېر سازمانانو له مصري حکومت څخه غوښتي و چې محمود رمضان اعدام وځنډوي ځکه هغه ویډيوګانې چې نوموړي ته منسوبې دي، څرګند ترې ښکاري چې د لاریونونو پر مهال د یوې ودانۍ څخه د خلکو غورځوونکی محمود رمضان نه دی.

همدا راز په ټولنیزو رسنیو کې فعالانو او قانون پوهانو هم د نوموړي په اړه لیکلي وو چې «محمود رمضان قاتل نه دی» او په دې اړه یې ځېنې ثبوتونه هم وړاندې کړي وو چې نوموړی په دغو وژنو کې لاس نه لري.

په ورته وخت کې د بندیانو څخه د دفاع د ډلې هیئت احمدالحمراوي د محمود رمضان د اعدام پریکړه له عدل و انصاف لرې بللې. هغه زیاته کړې چې «په دغه قضیه کې پولیس یو طرف و، ځکه لاریونونه دواړه اړخونو ته شوي چې یو د پولیسو په ملاتړ کې او بل هم د پولیسو پر ضد شوي». حمراوي له قوله د محاکمې پر مهال د رمضان مخالفینو ته کافي وخت ورکړل شو، څو په رمضان تورونه ولګوي خو هغه ته بیا د قضيې د دفاع لپاره هېڅ مناسب فرصت ورنکړل شو.

حمراوي په باور کومه ویډیو چې نوموړي ته منسوبه ده، په څرګنده ترې ښکاري چې د اسکندریې ښار د یوې ودانۍ څخه کسان محمود رمضان نه غورځوي بلکې څوک بل کس دی.

هغه مهال ویل کېدل چې کودتايي رژيم سلګونه کسان په لاریونونو کې ددې لپاره ګمارلي چې د کودتايي رژیم ضد مظاهرو کې په نښتو لاس پورې کړي، ګډوډي رامنځته کړي او خلک ووژني.

د یادونې وړ ده چې د رمضان اعدام په ټولنیزو رسنیو او د مصر په لر و بر کې یوځل بیا غبرګونونه پارولي دي. په ټولنیزو رسنیو کې فعالان د سیسي حکومت دغه کړنه په کلکو ټکو غندلې. دوی د محمود رمضان په ملاتړ د هغه عکس په خپلو پروفایلونو لګولي دي.

همدا راز د مصر په بېلابېلو ښارونو کې لسګونه زرو کسانو د محمود رمضان غایبانه جنازه کړې او هم یې د سیسي حکومت پر ضد لاریونونه کړي.

په مرسي د کودتا وروسته د سیسي حکومت سلګونه مخالفینو ته د اعدام په سزا محکوم کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x