افغانستان

د افغانستان په ختیځ کې دوه بهرني عسکر ووژل شول

injured_us_soldierنن ټکی آسیا: د افغانستان په ختیځ کې دماین چاودني په پيښه کې د بهرنیو ځواکونو دوه تنه عسکر ووژل شول.

په کابل کي د ایساف د مطبوعاتي دفتر څخه په یوه خبرپاڼه کي وویل شول چي نن د افغانستان په ختیځ کې پر بهرنیو ځواکونو یو ښخ کړه شوی ماین وچاودېد، چي له کبله يې د ایساف دوه تنه سرتیري ووژل شول.

په خبرپاڼه کې د وژل شویو عسکرو هویت او د پيښي دقیق ځای نه دی څرګند شوی.

باید وویل شي چي د رواني میلادي میاشت د لومړی ورځي څخه تر اوسه بهرنیانو خپل د ۷ تنو عسکرو وژل رسما منلي دي، او د کال د لومړی ورځي څخه بیا تر اوسه د پنځه سوه او شپږ څلویښت بهرنیو عسکرو وژل ومنل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x