تازه خبر: طالبانو یوځل بیا دتونل له لارې خپل ملګري له زندان څخه وایستل
نن ټکی اسیا: دوسله والو طالبانو ویاند قاري محمدیوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې په هلمند ولایت کې یې دپي ار ټي دزندان څخه اوولس تنه ملګري وتلي دي .
افغان اسلامي اژانس دقاري یوسف احمدي له خولې لیکي: (طالبانو د پي ار ټي زندان ته د يوې اونۍ په موده کې د شل متره په اوږدوالي سره يو تونل کيندلې ؤ چې تيره شپه بشپړ او نن سهار وختي د يو شمير مهمو کسانو په ګډون اولس تنه طالبان د نوموړي زندان څخه په تيښته بريالي شول)
دهلمندولایت دوالي ویاند داود احمدي دپېښې پخلی کړی، خو نوموړي وایې چې دبندیانو شمېر اووه تنه دي او ټول قاچاق وړونکي دي چې د نشه یې توکو په وړاندې دمبارزې له مدیریت څخه تښتیدلي و.
یوې امنیتي سرچینې، چې نه غواړې نوم یې په ډاګه شي مطبوعاتو ته ويلي چې زندانیان د ولایتې بیارغاونې له مرکز(PRT) نه تښتیدلي خو دتښتېدلو زندانیانو دکره شمېر په اړه یې ناخبري وښوده .
دیادونې وړ ده چې څه موده مخکې هم دکندهار له لوی زندان څخه دطالبانو ۵۴۱ تنه دیو۳۶۰ متري ځمکني تونل له لارې وتلي وو چې په هغو کې ۱۰۶ تنه لوړپوړي قمندانان وو. همدرانګه نوموړی زندان په ۲۰۰۸ کال کې دطالبانو دیوه وسله وال برید په پایله کې مات شو.
عابرمسافر/ نن ټکی اسیا