نظــر

اشرف غني او ملګري خلقيان يې دپخوانيو مجاهدينو په ضد نوي خطرناک پلانونه لري

لیکوال: نور رښتيا پال

په اشرف غني باندې دخپل بې ساري اغيز په استفادې دحنيف اتمر په مشري کمونست خلقيان پدې وتوانيدل، چې دمسلک او تجربې د نه درلودلو په پلمه پخواني مجاهدين په نوې کابينه کې له وزارتونو لرې وساتي او محروم يې کړي، اوس کمونست خلقيان پلان لري چې پخواني مجاهدين له وزارتونو څخه ښکته چې په نورو دولتي چوکيو کې کار کوي هغه هم په ډول ډول بهانو پسې واخلي، کمونستو خلقيانو اشرف غني ته داسې طرحه ورکړې چې بايد ځوانان په امنيتي او نظامي ارګانونو کې په چوکيو وګمارل شي، او هغه ډګر والان چې عمر يې له (۵۵) کلونو څخه پورته وي او هغه جنرالان چې عمر يې (۶۰) کلونو څخه زيات وي تقاعد کړي.

اشرف غني دغه طرحه منلې او که چيرې يې عملي کړي زياتره پخواني مجاهدين چې اوس له وزارتونو څخه لاندې په نورو دولتي څوکيو کې کار کوي خپلې دندې به له لاسه ورکړي.

ديوې باوري سرچينې دمعلوماتو له مخې ډاکټر عبد الله له دغې طرحې سره کلک مخالفت کړی، او دخلقيانو دغې دسيسې ته متوجې شوی، او اوس ددغې مسئلې پر سر دګډ حکومت د اولس مشر او اجرائيه رئيس ترمنځ سخت اختلاف رامنځ ته شوی.

همدغه راز دځينو سرچينو له قوله کمونست خلقيان غواړي چې دفاع وزير او لوی درستيز دواړه بايد له پخوانيو کمونستانو څخه وي ترڅو نوره داردو دروازه دپخوانيو مجاهدينو په مخ وتړل شي، او کوم پخواني مجاهدين چې په اردو کې دي له هغوی نه اردو په تدريج سره تصفيه کړي.

اشرف غني باندې خلقيانو همدغه طرحه منلې او غواړي حنيف اتمر دفاع وزارت ته دکانديد وزير په توګه معرفي کړي او شير محمد کريمي دملي امنيت دمشاور په څوکۍ وټاکي، خو څرنګه چې ددواړو ټيمونو ترمنځ داسې فيصلې شوي چې که دفاع وزير له هر ټيم نه شو لوی درستيز به له بل ټیم نه وي، له همدې امله له ډاکټر عبد الله نه غواړي چې يو پخوانی مسلکي جنرال دلوی درستيز څوکۍ ته معرفي کړي، او دډاکټر عبد الله له لوري دجنرال عتيق الله بريالي دنومونې سره مخالفت کوي ځکه خلقيان داسې فکر کوي چې که

جنرال عتيق الله لوی درستيز شي نو دتير په څیر به يوځل بيا له پخوانيو مجاهدينو څخه اردو ډکه کړي.

ويل کيږي اشرف غني ته د پخوانيو مجاهدينو په ضد ټولې طرحې دحنيف اتمر او معصوم ستانکزي په مشری پخواني کمونستان ورکوي، او پخواني مجاهدين هم ددوی په اړه داشرف غني دمنفي ذهنيت پړه په خلقيانو وراچوي.

ديوې سرچينې له قوله څه موده دمخه تورن اسماعيل خان حنيف اتمر ته په يوه مجلس کې ويلي وو چې زموږ په اړه داولس مشر ذهنيت تا خراب کړی او موږ به زر خپل زور درته وښيو.

ديادونې وړ ده چې څو مياشتې دمخه هم دپخوانيو مجاهدينو په ضد داشرف غني دامنيتي سلاکارانو او حنيف اتمر يو ګډ پلان افشاء شوی وو، دغه پلان د پخوانيو مجاهدينو په ځانګړې توګه دشورای نظار د مشرانو په مرموز ډول د له منځه وړلو لپاره يو درې سوه کسيز ځواک په جوړولو متمرکز وو.

د شنونکو له انده که پخواني مجاهدين سر له اوسه لاس په کار نشي او له حکومت څخه ددوی دشړلو په هدف دخلقيانو او پرچميانو ددسيسو په وړاندې ونه دريږي نو شايد سياسي راتلونکی او آن شخصي مصؤنيت يې له جدي ګواښ سره مخ شي، او پخواني خلقيان او پرچميان له غربيانو سره يوځای دهر هغه چا په ضد چې داسلام بوی هم پکې وي يو کوچنی فرصت له لاسه ورنکړي او نه به موقع ضائع کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابن شهید ين

نور ريشتيا بال …..صيب زه خو ستا ليكني ته زكه دير حيران شوم جي يوخو دي بدي دير تاكيد كري بخواني مجاهدين…..بخواني مجا هدين …. اوبل دي اكثر توثيق سر جينو ته ور كري …سر جيني وويل …… بيخواني مجاهدين جي اوس به يو امريكايي حكومت كي كار كوي سوك دي ……؟ همدغه مجاورين وه جي دامريكا احتلال ته يي در وازه خلاصه كره او ملك يي ور باندي ونيو دامريكا دقواو استقبال كمونستانو خلقيانو ندي كري بلكه مجاورين وه جي دكلبهار نه يي به كابل حمله شروع كره له اسمانه امريكا يي طياري وه او لا ندي ستا مجاورين….… نور لوستل »

شيراحمد وطنوال

د مجاهدينو؟؟؟؟!! د اسلام بوي نه بلکه د غلا، ويجاړيو، اختلاس، بې کفايفتېو،….مردار بوي خيژي.

عبد البصير

ابن شهیدین صیب! ډير احساساتي کيدل ندي پکار، رښتيا پال په خپله ليکنه کې دوه نکتې ذکر کړي چې زما په فکر پر ځای دي او څه مشکل پکې نشته لومړی: پدې کې هيڅ شک نشته چې کمونستان هغو خلکو ته ښه اراده نلري، او له منځه وړل يې غواړي چې پخوا يې ډيرې جګړې سره کړي. دوهم: رښتيا پال صیب دغو ښاغلو ته دپخوانيو مجاهدينو لقب کارولی اوس يې دجهاد صفت ندی ورته ثابت کړی، دمثال په ډول يو سړی مسلمان وو بيا معاذ الله مرتد شو، له ارتداد وروسته موږ ورته ويلی چې پلانکی پخوا مسلمان وو، پدې… نور لوستل »

احمدزی

ابن شهیدین بالکل رشتیا خبری لیکلی…..101 % رشتیا… عبدلبصیر صاحب د بوسو نه پٹی اوبه باسی خو نه باسل کیگی

Hamzah

یوازې په پښتو/دري ژبو تبصرې خپروو. هیله دا پښتو/دري ژبو تبصره وکړئ. درنښت 

ابن شهید ين

زما زواب احمدي زي ورور ويلي مننه تري كوم
عبد البصير صيب ….كفايت كوي

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x