افغانستان

ګډ حکومت ولایتي شوراګانو ته د څار حق بېرته ورکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د یو فرمان له مخې ولایتو شوراګانو ته د څار اخیستل شوی حق بېرته ورکړ.

د مرغومي په دویمه ولسي جرګې د ولايتي شوراګانو په قانون کې تعدیل تصویب کړ، چې له مخې يې ولایتي شوراګانو نه شوای کولای، چې له ولايتي دولتي کړنو څارنه وکړي.

د ټول هېواد په سطحه ولایتي شوراګانو د دې قانون د تعدیل د تصویب له امله په اعتراضي ډول د ټولو ولایتي شوراګانو دروازې وتړلې او د ګډ حکومت له چارواکو يې د دې اخیستل شوي صلاحیت د بېرته ورکړې غوښتنه کوله.

له نږدې دوه میاشتې وخت وروسته نن د ګډ حکومت مشر اشرف غني د یو فرمان له مخې ولایتي شوراګانو نه دا حق بېرته ورکړ، چې دوی کولای شي د دولتي ولایتي کړنو څارنه وکړي.

د دې فرمان په لومړۍ ماده کې ویل شوي، چې د ولايتي شوراګانو د څارحق د ۱۳۸۶ لمریز کال د ولايتي شوراګانو د تصویب شوي قانون سره سم خوندي دی او دوی کولای شي چې نظارت وکړي.

وړاندې تر دې د ولایتي شوراګانو استازیو د ولسي جرګې له لوري د دوی په قانون کې د بدلون تصویب د اداري فساد د پراخي سبب ګاڼه، خو اوس هم ځينې شنونکي پر دې اند دي چې ولایتي شوراګانې د نظارت له حقه په ګټې له ولایتي دولتي مسوولینو سره لاس یو کوي او د دوی په خبره «جېبونه ډکوي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x