افغانستان

شبرغان: زندان کې درې پولیس وژل شوي او ۱۰ زندانیان ټپیان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): څو شېبې وړاندې د شبرغان په مرکزي زندان کې د پولیسو او زندانیانو تر منځ په نښته کې درې پولیس وژل شوي او ۱۰ زندانیان ټپیان دي.

د شبرغان د زندان مسوولین وايي چې زندانیانو پنځه نور پولیس یرغمل نیولي دي.

د زندان مسوولینو ويلي چې دغه زندانیان د سرپل ولایت اړوند دي، خو د شبرغان په مرکزي زندان کې ساتل کېږي.

د دوی په خبره زندانیانو په زندان کې فیسبوک کاراوه، چې پولیسو يې د مخنیوي په تمه پلټنې پیل کړي او زندانیانو غبرګون وښود، چې درې پولیس ووژل شول، ۱۰ زندانیان ټپیان شول او پنځه پولیس زندانیانو یرغمل ونیول.

په شبرغان ولایت مقام کې بېړنۍ ناسته شوې او د چارواکو په خبره لا هم حالات عادي شوي نه دي.

تر دې وړاندې هم د روان لمریز کال د زمري په ۲۲مه هم په دې زندان کې وسلواله نښته شوې، چې درنه مرګ ـ ژوبله يې اړولې وه.

دا په داسې حال کې دی چې په زندانونو کې د ځورونې پېښې ډېرې شوې او چې نړیوالو څارونکو پرې هم اعتراف کړی دی.

یاده دې تېره ورځ هم د نیمروز زندان کې یو زنداني د لوجیستیک مدیر وواژه او تر هغه وړاندې د هرات مرکزي زندان کې یو زنداني په ژوندوني وسوځول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x