افغانستان

پکتیا: د بهرنیانو په ډزو پنځه تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله ورسیدله

a-canadian-soldier-of-the-international-security-assistance-force-isaf-man-a-weapon-on-an-armored-vehicle-as-kandahar-province-south-of-kabul-afghanistanنن ټکی آسیا: د پکتیا په ولایت کي بهرنیانو د ملکي خلکو پر دوه کرولا ډوله موټر ډزي کړي چي له کبله يې یو تن مړ او څلور نور ټپيان شوي دي.

د یادي سیمي څخه د را رسیدلو معلوماتو پر اساس ویل کیږی چي نن سهار دا پيښه د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز اړوند د خټاوي په سیمه کي هغه مهال را منځته شول، کله چي یاد کرولا موټران د د بهرنیو ځواکونو د کاروان سره نیژدې د تیرېدو په حال وه، ویل کیږي چي د بهرنیانو اشارو ته د موټر چلونکي پام نسو،

چي په ترڅ کې بهرنیانو ډزي وکړې او یاده مرګ ژوبله یې واړوله.

د یادي پيښي تصدیق د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ چارواکو او خپله د ایساف رسنیز مرکز هم کړی، خو تر اوسه يې ددغي پيښي په اړه خپل وروستی غبرګون نه دی ورکړی.

د لویو لارو پر سر د ملکي وګړو د وژل کیدو دا لومړی پيښه نه ده، مخکي هم ډیر ځله د موټر چلونکو د غلط فهمی له کبله داسي پيښي را منځته شوي دي، ډیر وخت داسي هم پيښيږي چي بهرنیان موټر چلونکو ته اشارې کوې، او هغوی د بهرنیانو په مطلب نه پوهیږي چي ودریږي او که حرکت وکړي، چي له کبله يې بهرنیان پر ملکي کسانو ډزي کوي او هغوی په شهادت رسوي.

تیره ورځ هم د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ بهرني ځواکونو لویه لاره د موټرو پر مخ بنده کړې وه او خلک يې مجبورول چي خامه لاري واخلي ، خو هلته یو ښخ کړه شوی ماین د ملکي خلکو د سپرلۍ پر موټر وچاودېد، چي له کبله يې ۱۹ تنه چي زیات شمېر يې ماشومان او میرمني وې، شهیدان او او پنځه تنه نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x