ورزش

د نیوزیلینډ پر وړاندې ماتې، ملي لوبډله له پایلوبو پاتې کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د نیوزیلینډ په وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې بایلل د دې سبب شول، چې دغه لوبډله به د دې جام تر پایلوبو ونه رسېږي.

له نیوزیلنډ سره په دې لوبه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان ملي لوبډلې ۱۸۶ منډې جوړې کړي، چې په ۵۹ منډو کې يې شپږ لوبغاړې وسوځېدل.

په دې لوبه کې افسر ځاځی او عثمان غني په صفر منډو اوټ شول، خو نجیب الله ځدراڼ ۵۶ او سمیع الله شینواري ۵۴ منډې جوړې کړي.

په دې لوبه کې نوروز منګل ۲۷، حمید حسن ۱۶، نبی عیسی خېل ۶، اصغر ستانکزي ۹ او جاوید احمدي او دولت ځدراڼ یوه یوه منډه وکړه.

مقابل لوري په ۳۷ اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره دغه هدف تر لاسه کړ، چې پکې ډېرې منډې مارټن کپتل جوړې کړې او ډنیل ویټوري پکې ۴ افغان لوبغاړي وسوځول چې دواړه د لوبي غوره لوبغاړي وبلل شول.

د کرکټ د نړیوالې شورا د راپور له مخې د افغان کرکټ ملي لوبډلې بله لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ له انګلستان سره وي، چې ګټل به يې پایلوبو د افغان ملي لوبډلې په رسولو کوم اغېز ونه لري.

د دې شورا د راپور په اساس له نیوزیلنډ په وړاندې د افغان لوبډلې له ماتې سره زموږ ملي لوبډله د دې نړیوال جام په پایلوبو کې ګډون نشي کولاي.

یاده دې وي افغان ملي لوبډلې په دې نړیوال جام کې څلور لوبې ترسره کړي دي، چې یوازې له سکاټلنډ څخه يې بریا ترلاسه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x