افغانستان

هلمند: طالبانو شپږ پوستې نیولې او شپږ عسکر يې وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند په سنګین ولسوالي کې طالبانو شپږ پوستې نیولې او شپږ عسکر يې وژلي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دوی تېره شپه او نن سهار د څاروان کلا په لتنیانو، خانانو، شادیزوو لوړو خانانو او چهاردې سیمه کې نښتې کړې دي، چې پکې د دریو اربکیانو او دریو پولیسو په ګډون ګڼ نور عسکر وژلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په پورته سیمه کې يې شپږ پوستې نیولې او جګړه لا هم روانه ده.

دا په داسې حال کې دی چې پرون – شنبه – هم د هلمند د نهرسراج په یخچال سیمه کې په سرتيري برید کې ۲۸ عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته.

په دغه برید کې چې طالبانو يې مسوولیت منلی او ويلي يې دي چې د شیرعلي منیب کندهاري په نامه د دوی ملګري ترسره کړی، پکې ۱۷ عسکر وژل شوي او ۱۱ نور مرګوني ټپیان شول.

یاده دې وي په هلمند کې لا هم د دولت له لوري د ذوالفقار په نامه پیل شوي عملیات دوام لري، چې د شنونکو په باور په هلمند کې يې په امنیتي وضعیت کوم تاثیر نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x