افغانستان

کنړ: د طالبانو له خوا ټاکل شوی ولسوال ووژل شو

taliban-fighters-pose-with-weaponsنن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چي تیره ورځ د بهرنیانو الوتکو د کنړ ولایت د ماڼوګی ولسوالۍ په یوه اړونده سیمه کي بمبار وکړ، چي له کبله يې د نومړي په وینا دیادي ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا ټاکل شوی ولسوال احمد شاه په شهادت ورسید.

هغه زیاته کړه چي هوايي برید په دقیقه توګه د ماڼوګۍ ولسوالۍ د شوړیک په سیمه کې تر سره شو، او په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.

د کنړ د امنیه قومندانۍ چارواکو هم د برید تصدیق کړی او زیاته کړې ده چي په برید کې ولسوال احمد شاه وحدت د خپل یو بل ملګري سره وژل شوی دی.

د ایساف ځواکونو هم د پيښي تصدیق کړی خو ویلي دي چي تر اوسه دوی ته نه ده معلومه چي هلته به څوک وژل شوی وي.

باید وویل شي چي طالبان (داسلامي امارت) په نامه په افغانستان کي د هر ولایت او ولسوالۍ لپاره خپل نظامي او اداري تشکیلات لري، چي وخت ناوخته يې دځینو مسئولینو د نیول کیدو او وژل کیدو خبرونه خپریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x