افغانستان

ظاهر قدیر د ولسي جرګې مرستیال شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی ظاهر قدیر د دې جرګې مرستیال وټاکل شو.

ولسي جرګې نن د ټاکنو له لارې مرستیال او مرستیال منشي وټاکل، خو د دویم مرستیال په توګه دواړو نوماندانو ټاکلې رايې پوره نه کړي.

د ولسي جرګې په ننیو ټاکنو کې چې ۱۹۹ وکیلانو ګډون کړی و، ظاهر قدیر د ۱۱۸ رایو په ګټلو مرستیال او سیال يې صدیق احمد عثماني د ۶۰ رایو په ګټلو پاتې شو.

د ولسي جرګې د مرستیال منشي په توګه عرفان الله عرفان پخپل حال پاتې شو.

د دویم مرستیال څوکۍ ته صالح محمد سلجوقي او سید علي کاظمي نوماندان و، چې سلجوقي د ۷۹ او کاظمي د ۹۲ رایو په ګټلو ونه شوای کولای چې ټاکلې رايې پوره کړي.

د ولسي جرګې د نننۍ ناستې د ۱۹۹ رایو څخه د ۱۰۰ رایو په ګټلو سره نوماند بریالی کېدای شوای، چې په دې توګه د دویم مرستیال څوکۍ سبانۍ ناستې ته پاتې شوه.

د ولسي جرګې په اداري پلاوي کې د اساسي قانون د ۸۷مې مادې له مخې یو تن رییس د پنځو کالو لپاره، دوه وکیلان د لومړي او دویم مرستیال، دوه نور وکیلان د منشي او مرستیال منشي په توګه د یو کال لپاره ټاکي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x