افغانستان

ننګرهار او نورستان کې واورو او بارانونو د ۲۲ کسانو ژوند اخېستی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په ختیځو ولایتونو ننګرهار او نورستان کې وروښتونو او واورو د ۲۲ کسانو ژوند اخېستی دی.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند احمدضیاء عبدالزي ویلي چې ددغه ولایت د دره نور ولسوالۍ د شیمل په کلي کې د زیاتو بارانونو او واورو له کبله ځايي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.

هغه زیاته کړې چې د شیمل په کلي کې د چت پرېوتو له کبله یوازې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژل شوي او ۱ بل ټپي شوی دی.

وژل شوي کسان ټول ماشومان دي چې عمرونه یې د ۱۶ او ۱۷ کلونو تر منځ دي.

شيمل په دره نور ولسوالۍ کې لرې پرته سيمه ده، چې د لغمان ولايت سره نږدې پوله لري او د سخت ورښت او واورې له امله يې ټولې لارې تړل شويدي.

د یو بل خبر له مخې په نورستان ولایت کې په تېرې یوې اونۍ کې سختو واورو او بارانونو ۱۲ کسان وژلي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وايي چې په تېرې یوې اونۍ کې ورښتونو او واورو تر ۱۵۰ زیات کورونه نړولي او ۱۲ کسان یې وژلي. هغه اندېښنه څرګنده کړې چې واوره او بارانونه اوس هم وریږي او د تلفاتو د زیاتېدو اندېښنه شته دی.

د یادونې وړ ده چې پرون /کب ۱۶مه/ د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې د وډیسار په سیمه کې چت پرېوتو د یوې کورنۍ د ۸ غړو ژوند واخېست.

په تېرو څو اونیو کې د هېواد په لر و بر کې ورښتونو او بارانونو تر ۳۰۰ زیات کسان وژلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x