متوکل: د نوي حکومت استازو او طالبانو خبرې نه دي کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وکیل احمد متوکل د طالبانو او د ګډحکومت تر منځ خبرې اترې رد کړي او ویلي یې دي چې د نوي ګډحکومت او طالبانو تر منځ مذاکرات نه دي شوي.

هغه د کابل نیوز سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ مخامخ خبرې ځکه ناشوني شوې چې ګډ حکومت له امریکایانو سره د دوی د پوځي شتون لپاره امنیتي تړون په ډېره بیړه لاسلیک کړ.

د متوکل په باور داسې هېڅ یو مورد نشته دی چې طالبان دې د ګډحکومت سره پرې خبرې اترې وکړي.

هغه دا رد کړې چې ګواکې طالبانو مشران په پاکستان کې دي او پاکستان پرې اثر لري: «د طالبانو دفتر په قطر کې دی، پاکستان کې نه دی. که چېرته رښتیا هم د طالبانو مشر کراچۍ کې وای، نو بیا دا توقع نه کېده چې د طالبانو سیاسي دفتر دې قطر ته ولاړ شي».

متوکل له قوله د افغانستان قضیه په دوه خارجي او داخلي ابعادو وېشلې. هغه د افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې «باید افغان حکومت پرېږدي چې افغانان له خارجیانو سره پر هغو مسایلو خبرې وکړي چې خارجیانو پورې اړه لري.»

د یادونې وړ ده چې طالبانو د مذاکراتو د ګنګوسو د راپورته کېدو سره ۴ ځل د مذاکراتو په اړه راپورونه رد کړل او د مذاکراتو اوازې یې د یو شمېر څارګرو ادارو کار وباله.

طالبانو د مذاکراتو نه کولو دلیل د امنیتي تړون لاسلیک، په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون او د ګډحکومت لخوا د بهرنیانو په پاتې کېدو ټینګار ښودلی.

طالبانو په وروستۍ اعلامیه کې ویلي وو چې بهرني اشغالګر ځواکونه په افغانستان کې موجود دي او ددوی په شتون کې وسله‌واله مبارزه شرعي امر بولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د