افغانستان

يوه بله خونړی ورځ، د بهرنیانو له وجي په هلمند کي ۱۹ تنه ملکيان شهیدان او پنځه نور ټپیان شول

afghanistan-traffic-accident-2010-7-30-10-0-45نن ټکی آسیا: نن د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې پر یو موټر د ماین د چاودېدو له کبله د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۱۹ تنه مکي وګړي په شهادت ورسیدل، او ۵ تنه نور ټپیال شول.

د سنګین په ولسوالۍ کې د موټرو د تمځای یو تن مسئول له رسینو سره په خبرو کي ویلي چي د چاودني د ځای سره نیژدې بهرني ځواکونو عمومي لاره بنده کړې وه، او موټر يې خامې ته اړول،

چي له همدې کبله د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر د پاخه سړک پر ځای پر خام سړک مزل پیل کړ، او هلته په خام سړک کي ځای پر ځای شوی ماین پرې وچاودېد، چي له کبله يې یاده مرګ ژوبله ورسیدله.

 

دبلي خوا د هلمند د ولایت چارواکي وايي چي نن سهار ددې ولسوالۍ څخه د هلمند د مرکز لښکرګاه په لور تلونکی ټونس ډوله موټر باندي د سنګین او لښکرګاه پر لویه لاره د امان الله کاریز په سیمه کې چاودنه وشول، چي له کبله يې د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۱۹ تنه ملکي وګړي شهیدان او ۵ نور ټپیان شول.

ویل کیږي چي په وژل شویو کسانو کي پنځه تنه کوچنیان دي، او ۷ تنه میرمني دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x