افغانستان

د امریکا سفارت: دکابل په پروني چاودنه کي یو امریکايي هم وژل شوی

KABUL-BLASTنن ټکی آسیا: په افغانستان کي د امریکا سفارت نن اعلان وکړ چي د کابل د تیري ورځي په چاودنه کي یو امریکايي تابعیت لرونکی کس هم وژل شوی دی.

په دې اعلان کی نور معلومات نه دی ورکړه شوې .

د یادوني وړ ده چي په کابل کي د ابو الفضل په مزار کې د یوې چاودني له کبله لږ تر لږه د اهل تشیع ۵۹ تنه وژل شوې وه، او تر سلو زیات نور ټپيان شوې وه.

د افغانستان ولس مشر حامد کرزي چي د چاودني په وخت کي په جرمني کي وو، غوښتل يې چي برتانیا ته رسمي سفر وکړي، خو ددې پيښي له کبله يې خپل سفر لغوه کړ، او بیرته کابل ته را ستون شو.

باید وویل شی چي د تیري ورځي د چاودني مسئولیت په پاکستان کي د لشکر جنګوي په نوم یو وسلوال ګروپ اخیستی وو، څوک په پاکستان کي د اهل تشیع په ضد په ډیر ورته چاودنو او قتلونو کي برخه اخلي.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ددې پيښي په کلکه غندنه کړې وه، او دا يې یو غیر انساني او غیر اسلامي عمل بللی وو، او هم يې دا وروستی پيښه د امریکا او د افغانستان د دښمنانو یو دسیسه بللې وه.

باید وویل شي چي په عراق کي د امریکا د یرغل وروسته چي کله هلته جهادي خوځښت تند شو، نو هلته د اهل سنت او اهل تشیع تر منځ نښتي پيل شوې، چي له کبله يې زیات شمېر وګړي مړه شول، او په عراق کي د امریکایانو په ضد مقاومت کم شو، چي له کبله يې زیاتره شنونکي په دې عقیده وه چي هلته هم د اهل تشیع او اهل سنت تر منځ شخړو ته امریکا هوا ورکړه، او همداسې يې هلته د صحواتو په نامه قومي ملیشې یا اربکیان جوړ کړل، چي وروسته بیا ډیوډ پټریوس د عراق ستراتیژي په افغانستان کي هم پيل کړه، او دلته يې هم قومي ملیشو او اربکیو جوړونو ته وده ورکړه، او ځیني خلک داسي ګمان کوي چي کیدای شي امریکا دلته هم د عراق په څیر د شیع ګانو او اهل سنت تر منځ اختلاف را منځته کړې او ددوی مذهبي اختلاف په وسلوالو نښتو بدل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x