متوکل: که موږ د سولې خبرې کوو او مطبوعات مو نفرتونه خپروي نو دا هیڅوک هم نه مني، چې دلته دې رښتونې سوله وشي، نو حکومت باید واحد موقف او واحد تعبیر ولري.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر مولوي وکيل احمد متوکل سره د نن ټکی اسیا ځانګړې مرکه

په اوس وخت کې چې د سولې د خبرو اړوند رسینزې اوازې ګرمې دي، په دې وروستیو کې ځینو رسنیو داسې راپورونه ورکړل، چې له طالبانو سره د دېرش سلنه وزارتونو او دريو ولایتونو په سر هوکړه کېږي، چې د وزارتونو لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مولوي وکيل احمد متوکل هم یاد شوی و. نن ټکی اسیا د همدې موضوع د روښانتیا او په ټوله کې د سولې اړوند د خپرو شویو اوازو په اړه له ښاغلي متوکل سره مرکه کړې، چې تاسې يې لوستو ته رابولو:

پوښتنه: په دې وروستیو کې د کابل او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو آوازې ګرمې شوې تاسو په دغه حساس زماني مقطع کې د دغو آوازو لامل څه بولئ؟

ځواب: د خلکو تمه دې ته ده، چې دا حالات په سوله تمام شي، نو چارواکي او هم مقابل جهت کې مسوولین د بیان تر حده د خلکو د معلوماتو لپاره یو څه اضافه کوي، یا یوه سیاسي سرګرمي جوړوي. بل دا چې حکومت بدل شو، تړون لاسلیک شو، چې دا له سولې سره تضاد لري، ورسره د چین او پاکستان منځګړیتوب دا اوازې راپیدا کړي او یوه سیاسي سرګرمي يې جوړه کړي، خو حقیقت نه دي، داسې به هم نه وي چې هیڅ به نه وي، حالات توپیر کوي، خو داسې حالات چې ماته معلوم دي، نشته.

پوښتنه: دغه اوازې تر ډیره د پاکستانیو رسنیو په حواله خپریږي، د هغوی لیوالتیا ته په کومه سترګه ګورئ؟

ځواب: په تېر حکومت کې له پاکستان سره تقابل موجود و، پاکستان ویل چې افغانستان د هند په مرسته پاکستاني طالبان تقویه کوي او افغانستان بیا ویل چې پاکستان د افغاني طالبانو د ټیکې ځای دی. کله چې نوی حکومت راغی،نو دا طبعي ده، چې سیاست یا د سیاست ډول به تغیر کوي، په دې حکومت کې له پاکستان سره تګ راتګ، د چین منځګړیتوب، نو حکومتونه چې اړيکي سره لري، ځینې يې ښکاره کوي خو دا چې څومره حقیقت دي هغه بېله خبره ده، خو رسنۍ د حکومتونو خبرې کوي.

پوښتنه: په دغو شائعاتو کې دا هم ویل کیږي چې طالبان د پاکستان په فشار له کابل سره خبرو کولو ته اړیستل شوی ، دا خبر څومره پرواقعیت بناء دی ؟

ځواب: ځينې اصطلاحات باید تفکیک شي، یو تماس دی، یو مذاکرات دي او یو د حکومتونو خپل میلان دی، دا ټول فرق سره لري، پاکستان او افغانستان راشه درشه سره لري او غواړي حالات یو لوري کړي، نو په پاکستان کې ځينې طالبان مهاجر اوسېږي او ځینې ښايي هلته پټنځایونه ولري، خو د تېر جهاد په څېر هر څه ښکاره نه دي، دلته هم ضرورت دی، شهید پېښېږي، خارجیانو سره د زندانیانو د تبادلي مسایل راځي، نو هغه نسبي ټېکه چې هلته يې طالبان لري یا هم ځینې کړۍ ورسره عقیدوي خواخوږي لري، نو دا لږ یا کله راست او کله چپ تړاو ته په کتو پاکستان او افغان چارواکي دواړه وايي چې موږ فشار راوړو، خو دفشار سوله واقعي سوله نه ده، تر څو چې حقیقتونه درک نشي نو دا یوه تکتیکي سوله ده. په دې شک نشته چې پاکستان به خپلو مسائلو ته حق ورکوي، خو افغاني سوله افغاني رېښې لري او افغانان باید خپلې ګټې لومړۍ کړي، نو باید د تکتیکي سولې پر ځای دواړه لوري واقعي سولې ته ژمن واوسي.

پوښتنه: طالبان د خبرو لپاره د امریکايي ځواکونو وتل شرط بولي ، او کابل د راتلونکو لسوکلونو لپاره په افغانستان کې د امریکایانو د پاتي کیدو تړون له واشنګټن سره لاسلیک کړ، د دې دواړو دریځونو ترمنځ څومره تقارب او نزدیوالی ممکن دی ؟

ځواب: یو د کار پیل دی، یو د کار پایله ده؛ نو د افغانستان اسلامي امارت یا د افغانستان د طالبانو اسلامي تحریک پایله په پیل پورې تړلې ده، پخپله مذاکرات دوه ډوله دي، یو مستقیم مذاکرات دي چې درې جهتونه لري، بهرنیان، افغان دولت او مقابل لوری، بل بالواسطه مذاکرات دي، چې منځګړي او کوربه هېوادونه به پکې وي، نو که مستقیم مذاکرات نشي کېدلای، نو باید بالواسطه خبرې وشي.

پوښتنه: د حکومت واک اوس پر دوبرخو ویشل شوی یوه برخه یې له طالبانوسره پر خبرو ټینګار اوبل جانب یې ترې غیر مستقیم انکار لري ، له دا ډول حکومت سره به د سولې خبرې تر کومه د جګړې په خاتمې کې موثریت ولري؟

ځواب: که همدا په کور د ننه تصمیم مذبذبي نه وای، اوس به موږ د تماسونو پرځای د سولې شاهدان و، دوی باید موقف یو کړي او د سولې ژبه خپله کړي، که موږ د سولې خبرې کوو او مطبوعات مو نفرتونه خپروي نو دا هیڅوک هم نه مني، چې دلته دې رښتونې سوله وشي، نو حکومت باید واحد موقف او واحد تعبیر ولري.

پوښتنه: طالبان تر ډیره حده له کابل حکومت سره خبرو کولو ته زړه نه ښه کوي، د طالبانو دا موقف څومره موجه دی ؟

ځواب: د طالبانو طرف سره له ډېرو خطرونو په قطر کې سیاسي دفتر خلاص کړ، د سولې د ادرس لپاره؛ دا يې بې ساري ګام دی، د دوی دا منطق تر یو حده پرځای ښکاري، ځینې داسې مسائل دي چې باید له بهرنیانو سره پرې خبرې وشي، ځينې بیا داسې دي چې باید افغان حکومت سره پرې خبرې وشي. مثلاً بهرنیان داسې فکر کوي چې د افغانستان اسلامي امارت په کلي یا قسمي توګه بیا راځي نو دلته خو به بیا بهرني مېلمانه نه ساتل کېږي. طالبان ډېر روښانه دریځ لري، دوی وايي چې بهرنیان دلته اشغالګر راغلي دي نو باید له اشغالګرو سره خبرې وشي، ځکه هغو تور لیستونه جوړ کړي دي، نو په دې خبره کې يې وزن شته، دوی افغان حکومت سره دحکومت په توګه خبره نه کوي او افغان حکومت هم له دوی سره د افغانستان اسلامي امارت په توګه خبرې نه کوي، خو دواړه خواوې باید که په بل نوم نه وي د دوو ډلو په توګه باید خبرې وکړي، خو که داسې وویل شي چې له هیڅ افغاني لوري یا هم وروسته له بهرنیانو بیا هم له افغان لوري سره خبرې نه کېږي دابه هیڅ حقیقت ونه لري.

پوښتنه: د سولې په خبرو کې د پاکستان تر څنګ د چین منځګړیتوب هم ډیر یادیږي تاسو د چین د منځګړیتوب په اړه څه نظر لرئ؟

ځواب: چین د شاهد او ضامن په توګه رغنده رول لري، خو بیا هم چې تر څو سوله افغاني محور ونه لري د چین او نورو ګاونډیانو په تمه کېناستل به د وخت د ضیاع په مانا وي.

پوښتنه: افغان حکومت د ګاونډیانو، چین پاکستان یا هم هند پر ځای ولې نېغ د طالبانو له سیاسي دفتر سره اړیکه نه نیسي؟

ځواب: د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره د اسلامي امارت په توګه یاهم د طالبانو له لوري له افغان حکومت سره د حکومت په توګه د خبرو کېدل ناممکنه دي، خو دواړه چې یو بل ته هر ډول تعبیر لري که مستقیم نه کېږي، باید بالواسطه خبرې وکړي. افغان حکومت له دې ځغلي چې دوی له طالبانو سره د امارت په توګه خبرې نه کوي خو دا خبره هغه بلې خوا ته هم ده، زه وایم راځئ د دوی دا خیالي مشکل څخه تېر شي د افغاني اړخونو په توګه دي خبرې وکړي.

پوښتنه: پاکستاني ایکسپریس ورځپاڼې نن رپوټ ورکړی چې ((د افغانستان د سولې په روانه پروسه کې وسله والو طالبانو ته د کابينې د ٣٠ سلنه وزيرانو او درېيو ولايتونو د ورکړې وړانديز کېږي, او تاسو او په کستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ته به هم په کابینه کې ځای ورکول کیږي)) داخبره څومره حقیقت لري ؟

ځواب: دا هیڅ حقیقت نه لري، نه زه ترې خبر یم او نه داسې انتظار لرم.

پوښتنه: څه فکر کوئ رسنۍ له داسې تبلیغاتو چې ان تاسې پکې ورګډوي، څه موخه لري؟

ځواب: زه نه پوهېږم، خو ښايي چا ورته ویلي وي او کله چې رسنۍ هم ټاپ خبر نه لري نو له وړې خبرې لویه خبره جوړه کړي.

کور مو ودان متوکل صاحب.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د