ټولنیزه برخه

حجاب د ښځو عزت او ضرورت‎

ليکوال: ميرويس مجاهد

زموږ په مقدس دين اسلام کې وښځي ته د پردې حکم د الله تعالې (ج) له خوا د دې د ساتني او عزت لوړولو لپاره ورکول سوېدې نه د دې لپاره چې د دې عزت دي په پرده کولو سره کم کړل سي۔

غربيانو چې ښځي ته کومه آزادي ورکړې ده، په اصل کي آزادي نه بلکه ښځه يې د بازارونو، هوټلونو، دفترونو او داسي نورو ځايونو کي د خپل کاروبار ذريعه ګرځولې ده۔ په لنډه توګه ويلاي سو چي ښځه په غرب کې صرف د يو بازنچې او د نارينه وو د شهوت د پوره کولو حيثيت لري۔

نو د يو سالم عقل لرونکې انسان کله و دې ته دښځو حقوق او د ښځو آزادي ويلاې شي۔

په ډير تاسف سره بايد و وايم چي په اسلامي هيوادونو او په دې لسو کلنو کي زموږ پر ګران هيواد د امريکا يې يرغل وروسته غربيانو او د دوې د حيواني کلتور څخه متاثره زموږ ځني ناعقبت انديشه او ناپوهه کسانو داسي ادارې او ټولني جوړي کړي دي چې زموږمسلمانانو باعفته او حياناکي ښځي هم د دوې د ښځو په شان بې حجابه او بې پرده کړي۔ چې د دې ژوندې مثال په کابل کې تش په نامه ځنو مدني فعالانو چي په اصل کي يو څو بې وجدانه او بې حيا خلګ وو د حجاب پر ضد مظاهره وکړه۔ دوې دحجاب په اړه د الله تعالې (ج) فرمان تر پښولاندي او توهين کړې چې په دې ناوړه کړنه يې خپل ايمان له لاسه ورکړې۔ ځکه د الله(ج) يو حکم نه پرځاي کول لويه ګناه ده او سپکاوې کول يې کفر دې۔

راسې اوس هغه ټولني سره مقايسه کړو چې پرده(حجاب) په کښي کيږي او هغه ټولني چي ښځي يې بې پردې ګرځي۔

امريکا چې د ښځو د آزادي ډول ډنګوي او زموږ د هيوادونو ځني بې وجدانه او بې حيا خلګ ورته په پټو سترګو اتڼ کوي په دنيا کې ترټولو ډير جرمونه همدلته کيږي۔

د امريکا د څار اداره (ايف،بي،آيي) د ۱۹۹۰ کال په خپل راپور کې د يو کال په جريان کې يو زرو دوه سوه پنځوس (۱۲۵۰) د زنا بالجبر پيښي تصد يقوي۔ دا هغه پيښي دي چي راپور يې سوې دې۔

تر دې وروسته د دې شمير ودې اندازې ته ورسيدې چې په يوه ورځ کې يوزرو نهه سوه(۱۹۰۰) پيښي کيدلې۔

د ۱۹۹۳ د راپور سره سم په هر ۳۔۱ د قيقو کې د يوې ښځې سره زنابالجبر کيدل پيل شول۔

په هندوستان کي د ملي امنيت د څانګي د راپور سره سم په کال ۱۹۹۲ کي په هنداستان کي په هرو ۵۴ دقيقو کي يو د زنا بالجبر پيښه رامنځته کيدله۔

په تيره اونې کې د العربيه ډاټ نټ د اردو پاڼي د راپور له مخي چې راپور په هندوستان کي (دښځو په پتلون کې د برقي آلې د نصب کولو په هکله وو،چې د زنا بالجبر په وخت کې به نيژدې د پوليسو مرکز د زنګ (آلارم) په واسطه خبروي) په دې راپور کې ليکلي وه چي په هره ۲۲ دقيقو کې په هندوستان کې يو د زنا بالجبر پيښه رامنځته کيږي۔ دا خو د دوې حالت دې۔

زموږ په ټولنو کي چي ښځي پرده مرات کوي نو داسي پيښي له سره نه پيښيږي۔ بل دا چې ايمان او حيا يو له بله سره لازم او ملزوم دي۔ ځکه نو ايمانداره نارينه او ايمانداره ښځي پاک لمني وي۔

د يادولو وړ خبره خو داده چې د دوې ښځي خو پرده نه کوي او دوې په رضا زنا له سره جرم نه ګڼي او دا ډول زنا خو په دوې کې تر اوبو چيښلو هم ډيره عامه ده۔ يوازي زنابالجبر جرم دې۔ نو دوي خو بايد له سره ښځي ته کتلاي هم نه ځکه چي دوې خو په زنا ماړه دي، نو هلته له سره بايد د زنا بالجبر يوه پيښه هم نه کيدلې۔ خو ليکن ترکميدو په ډيره تندې سره داسي پيښي يو تر بل کال لا ډيري ږي۔

نو دا ولي؟ جواب يې همدا بې حجابي ده۔

زما مسلمانو ورنو او خويندو راسې خپل ناموس او خپل عزت خوندي کړو، دکارکولو، د ګډ تعليم او نورو غلونکو شعارونو او چارو باندي ونه غليږو، ترڅو دا د بې پردګۍ او بې حيايې وبا په موږ کې خپره نه شي۔
وما توفقي الاباالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x