افغانستان

ولس مشر د برتانیا سفر لغوه کړ، او نن کابل ته را ستون شو

KARZAIنن ټکی آسیا: د افغانستان ولس مشر حامد کرزي په کابل، مزار او کندهار کي د عاشوراء په ورځ د بمي چاودنو وروسته خپل د برتانیا سفر لغو کړو، او نن کابل ته را ستون شو.

په دغه اړه د ولس مشر د ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي حامد کرزي د هیواد والو په مرګ ژوبله ډیر خواشینۍ شوی، او نن به هغه ددغه بریدونو د ټپيانو د احوالو پوښتني لپاره روغتون ته ورځي،

تر څو د قربانیانو د کورنیو غړو ته دخپلي ډاډګیرني او خواخوږۍ مراتب وړاندي کړي.

حامد کرزي غوښتل چي د بون د کانفرس وروسته برتیانیا په رسمي سفر ولاړ شي.

تیره ورځ د کابل په ښار کي د اهل تشیع پر یوه مزار باندي چیری چي دوی خپل دیني مراسم لمانځل، یو بمي چاودنه تر سره شول، چي له کبله يې د ۴ ماشومانو او ۲ میرمنو په ګډون ۵۵ تنه ووژل شول، او ۱۳۴ تنه نور ټپیان شول، او په مزار شریف کي ۴ تنه مړه او یو شمېر نور ټپيان شول.

ګمان کیږي چي حامد کرزی به ددغه پيښو د قربانیانو د جنازې په مراسمو کي هم ګډون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x