د نبوي جومات د اتیا کلن شاګرد نادره کیسه

حامد افغان

د نبوي جومات یو زائر کیسه کا: په مسجد النبي کې مې یو تور سکڼی سودانی ولیدی، خلکو به دی “ابومالک” باله، په لومړي ځل لیدلو مې مینه پرې راغله، هغه که څه هم له رنګه تک تور و خو د ایمان رڼا یې په څیره کې ځلیدله، دی به هر وخت په تلاوت بوخت و او په تلاوت بیخي نه ستړی کیدی، کله به چې دي سلام ورته وکړ په مینه به یې ځواب در کړ، خواته به یې کښېنولې او وبه یې ویل: الحمدلله راته تلاوت کړه هغه به چې دي ورته تلاوت کوله په مینه او موسکا به یې ستا خطاوې درښوولې او په ښکلي اواز به یې تلاوت درسره کاوه.

د نبوي جومات زائر وایي: زه به له ابومالک سره ډېر کښېنستلم یوه ورځ مې ورته وویل که د خپل ژوند هغه کیسه راته وکړې چې پر تا یې ډېر اغېز کړی وي او دا کیسه یې راته پیل کړه: یو وخت یو، اتیاکلن سپینږیری راته راغی او راته ویې ویل: زه غواړم قرانکریم یاد کړم، ما ورته وویل: پلاره! ته ډېر مشر یې ستا له پاره قرانکریم یادول ډېر سخت دي، سپینږیری زما په خبره سخت په غوسه شو او راته ویې ویل: هیڅکله به بښنه درته ونه کړم او په اخرت کې به الله ته ستا د دې خبرو شکایت کوم، زه غواړم الله جل جلاله ته په داسې حالت کې ورشم چې د هغه کتاب مې په سینه کې وي او ته راته وایې ته یې نه شې یادولی.

ابو مالک وایي: سپینږیري چې دا خبرې وکړي ولاړ شو او روان شو، زه ور ولاړ شوم له لاسه مې ونیو بښنه مې ورنه وغوښتله او ورته ومې ویل: پلاره! ستا خوښه د قرانکریم د یادولو له پاره چې زما نه څومره وخت غواړې او هر وخت چې راځې زه تیار یم، په دې سره هغه خوشاله شو او حفظ یې پیل کړ، کله یو ایت کله دوه او کله به یې پوره یو مخ قرانکریم یاد کړ، کله به یې یو ایت هم نه شوی یادولی لنډه دا چې په ډېره مینه او اخلاص د قرانکریم په یادولو بوخت و. بلاخر پنځه شپږ کاله وروسته یې قرانکریم یاد کړ په داسې حال کې چې له ډېري خوشالي په جامو کې نه ځایېدی. او دا مهال د ده عمر 86 کاله و.

ابو مالک وایي: عجیبه خبره د سپینږیري د حفظ په وروستۍ ورځ رامنځته شوه او هغه داسې چې د حافظانو له عادت سره سم چې هغوی کله وروستی سورة یاد کړي له هغه وروسته په دې نیت چې دا یې اخیري ختم نه شي بیرته “سورة الفاتحه” تلاوت کړي بیا د بقرة سورة د پیل څو ایتونه تلاوت کړي او وروسته د ” شکر سجده ” وکړي، ابومالک وایي: سپینږیري په ډېره خوشالي وروستی سورة، فاتحه او د بقره څو ایتونه تلاوت کړل او الله ته په سجده پرېووت، سجده یې اوږده شوه او دا یې د ژوند وروستۍ سجده شوه!! .

د هر کار پخه اراده، کلک هوډ او په مینه سره پیل انسان د بریا څوکي ته رسوي، د ژوند له پاره د هر عمر انسان باید هر وخت لوی هدف ولري، اصلاً لوړ همت انسان لویو اهدافو ته رسوي، او همتونه د عمر په ځانګړیو پړاوونو پوري تړاو نه لري، دا د انسان په اراده او عزم پوري تړاو لري، په کیسه کې د نبوي جومات د قران اتیا کلن شاګرد کیسه بیخي عجیبه، له عبرتونو او پندونو ډکه کیسه ده، زموږ ډېری سپینږیري سخت نهیلي او ځانونه له کاره لویدلي شمیري، دا کیسه مو خپلو مشرانو ته ورسوئ شاید ويښ او بیدار یې کړي.’

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د