افغانستان

په زابل کي د بهرنیو ځواکونو پر موټریز کاروان سرښندونکی برید ترسره شوی

blasted_vehicleنن ټکی آسیا: د بهرنیو ځواکونو پر موټریز کاروان سرښندونکی برید تر سره شو، دا برید د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د طالبانو له له خوا تر سره شو.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چي نن ماسپښین په سیمه ایز وخت د یوې بجې په شاوخوا کې یو تن طالب خپل د چاودېدونکو موادو ډک موټر د بهرنیانو پر موټریز کاروان انفجار کړ، چي له کبله يې د کاروان ۳ عرادې زغروال موټر له منځه لاړل،

او ورسره ۱۲ تنو بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله ورسیده.

د نومړي په وینا دغه برید د شاه جوی ولسوالۍ د یو تن اوسیدونکي چي نوم يې محمد نبي ښودلی، له خوا ترسره شو.

د بلي خوا د زابل مرستیال والي محمد جان رسولیار د برید تصدیق کړی، خو زیاته کړې چي دی د تلفاتو په اړه معلومات په لاس کي نه لري.

او په کابل کي د ایساف مطبوعاتي دفتر همن منلې چي ددوی پر موټر سرښندونکی برید تر سره شوی، خو د هغوی په وینا بهرني عسکرو ته کومه مرګ ژوبله نه ده رسیدلې، او یواځي په برید کې یو موټر زیانمن شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x