افغانستان

ذبیح الله مجاهد: نننۍ پیښې د هیواد ددښمنانو دسیسه ده، موږ یې په کلکه غندو

kabul_and_mazar_blast_mapنن ټکی اسیا/ دوسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په هیواد کې دننیو پېښو په اړه ژوره خواشینې ښکاره کړې او دا کار یې دهیواد ددښمنانو یوه دسیسه بللې .ښاغلي مجاهد رسنیو ته دبرېښنالیک له لارې په هیواد کې داهل تشیع په لاریونونو او مراکزو کې په چاودنوکې وژل شوي کسان دغیراسلامي او غیرانساني کړنو قربانیان وبلل .

ذبیح الله مجاهدپه نننۍ پېښه کې دافغانستان دښمنان ښکېل بولي چې په وینایې غواړې په داشان کړنو سره دافغان مسلمان ولس په منځ کې دوحشت ،بدبینۍ او تنفر په اچولو سره خپل ځان ته دپاته کېدو زمینه مساعده کړي .

ښاغلي مجاهد وایې ((اسلامي امارت  په داسې حال کې چې نوموړې  ظالمانه پیښې  په کلکه غندې  دداشانې بی هدفه اوغیر اسلامي کړنو په وړاندې خپل موقف اود یرغلګر دښمن  ددغو مکارانه  دسیسو دشنډولو په منظور خپلو مجاهدینو او مسلمان ولس ته لاندې لارښونې  اعلانو ي !

۱ـ له اجنبي یرغلګرو سره داسلامي امارت جهاد او مقابله داسلامي لارښونو مطابق تر سره کیږي ،لهذا هرهغه څه چې داسلامي سپیڅلو هدایاتو خلاف  دخپلو مظلوموهیواد والو په خلاف ترسره کیږي  داسلامي امار ت له نظره مردود دي.

۲ـ  اسلامي امارت په خپلو ټولو پوځي  هدایاتو کې  خپلو مجاهدینوته  یواځې  دبهرنیو یرغلګرو او دهغوئ دمرستندویه مزدورانو  دوژلو او له منځه وړلو اوامرصادروي   او په دغو پوځي بریدونوکې په تکراراوتاکید سره له هغوئ څخه ددې غوښتنه کوې چې دخپلو هیواد والو دسراومال خوندیتوب  ته جدي پاملرنه وکړي .

۳ـ  اسلامي امارت هیڅکله هم چاته  ددې اجازه نه ورکوي چې  دم‍ذهب ،قوم ،اوسیمې  په نوم  دخپلو هیواد والو په ضد اقدام وکړي  اویادهغوئ امنیت ته خطر پیښ کړي .

۴ـ ټول هیواد وال او مجاهدین باید ددښمن دا ډول دسیسو ته کلک متوجه  شي اوبايد په ياد ولري چې داډول پيښې ددښمن له لوري دچاودنو له لارې منځته راځي بيا دفدایي بريد نوم پرې ږدې ترڅو په آسانه سره په مجاهدينو باندې واوړي،  نو هيواد وال بايدپری نږدي چي په دا ډول ورانونکو کړنو سره زموږ دمتحد ملت په مینځ کې دنفاق اور بل کړي  دکابل او مزار ننئ پیښې  داسلام او افغانستان ددښمنانودسیسویوه برخه ده اوموږیې په کلکه غندو.))

بل خوا بیا د لشکرجنګوي په نامه تنظیم په کابل او مزار شریف کې دننۍ بریدونو پړه په غاړه اخستې ، لشکرجنګوي چې ځان ته نړیوال تنظیم وایې تل د اهل تشیع په خلاف ورته اقدامات ترسره کوي .

عابرمسافر/ نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x