افغانستان

د بشري حقونو اداره: امریکا د بشريت دښمن قاتلانو سره مرستې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۷مه ۱۳۹۳ل): امریکا د امنیت په نامه اوس هم له داسي اشخاصو سره مالي مرستې کوي، چې لاسونه يې د افغانانو په وینو ککړ دي او افغانستان کې يې داسې ډلې روزلي او اوس يې هم تر شا امريکايان ولاړ دي، چې د بشريت ضد جنايتونه يې خپله دنده ده او تر اوسه يې زرګونو افغانان له محکمې پرته وژلي دي.

د بشري حقونو ادارې په ویب پاڼه کې د جون سیفټن له خوا په یوه لیکل شوې مقاله کې د کندهار یوې پېښي ته په اشاره ویل شوي، چې د طارق په نامه یو تن ۲۰۱۳ کال اکتوبر میاشت کې د کندهار د پولیسو له خوا په دې تور ونیول شو، چې طالبانو سره لاس لري، مګر څو ورځې وروسته د هغه مړی په داسي حال کې وموندل شو، چې په سر کې مېخونه ټک وهل شوي وه او دا به کله هم معلومه نه شي چې ایا رشتیا هم هغه طالبانو سره ملګری و او که نه.

نوموړی وایی چې دا لومړی ځل نه وو او نه دا یوازینۍ پېښه ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې سره ثبت ده.

په مقاله کې راغلي، چې په تیرو دوو کلونو کې په لسګونو کندهاریان همداسې او تر دې بد شکنجه شوي، وژل شوي، او بندیان شوي دي.

امریکا د همدې قاتلانو او تعذیب کونکو مالي او سیاسي مرسته کوي، چې د لیکوال په اند باید پای ته ورسیږي.

جون سفټن د بشري حقونو د ادارې له خوا اسیا لپاره د یوې مشورتي کميټې مشر دی.

نوموړی د اربکیانو امریکايي پروژې ته په اشاره وايي چې واک ته د بارک اوباما له رسیدو وروسته په افغانستان کې نا قانونه وسلوالې ډلې زیاتې شوي او ورسره د دغو ډلو له خوا د بشر ضد کړنو کچه لوړه شوه، خو امریکا د امنیت د ساتلو په نوم پر دغو ظلمونو او قتلونو سترګې پټي کړي او د هیواد په مختلفو برخو کې یې هغه پخواني ټوپکسالاران او جنګي جنایتکاران په ډالرو او وسلو تمویل کړي دي.

نوموړي د محلي پولیسو په نامه د اربکیانو پروژه افغانستان لپاره ډیره خطرناکه بللې او زیاته کړې يې ده، چې دا به د افغانستان په راتلونکي وخت ډیر بد اغیز ولري.
هغه زیاته کړې چې د همدې پولیسو تر شا حتا د پارلمان غړي خپلې ملیشې لري، تر څو د خپلو سیمو خلک پرې وډاروي او د هغوی امنیت او ژوند د ګواښ سره مخ کړي.

نوموړی د پکتیکا ولایت د عزیز الله په نامه قومندان ته په اشاره وايي: «ځکه چې عزیز الله د امریکایانو سره په ډیرو چاپو او عملیاتو کې برخه اخیستې، اوس چې هغه هر څه کوي، امریکایان ورباندې سترګې پټوي».

نوموړی زیاتوي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې له راپور سره سم قوماندان عزيز الله د مکتب یو معلم بندي کړ او هغه یې د ۱۱ ورځو لپاره تر سخت تعذیب او وهلو ټکولو لاندې کړی وو او د عزیز الله په حواله یی لیکلي چې هغه خپل بندیانو ته وايي: «دا موږ ته ډیره اسانه ده، چې تاسو د طالبانو او مخالفینو په نامه ووژنو».

د نوموړي په وینا د دې پېښي تر څنګ په لسګونو نورې پېښي دي، چې د قوماندان عزيز الله پر ضد د بشري حقونو ادارې ثبت کړي، مګر څوک نشته چې هغه محاکمه کړي او یا د هغه مخه ونیسي، ځکه چې د هغه تر شا د امریکایانو لاس دی، او هغه تر هر قانون بالاتر دی.

نوموړي په کندهار کې امنیه قومندان رازق ، په پکتیکا کې عزیز الله، په روزګان کې شجاعي او نورو ته په اشاره سره وویل چې کله هم د بشري حقونو ادارې دغه مسئله امریکایي او ناټو چارواکو سره مطرح کړې ، هغوی ویلي: «موږ دغه کسانو ته اړتیا لرو، تر څو زموږ پروژې په کامیابۍ سره پر مخ بوځي او دوی یوازيني خلک دي، چې په سیمه کې قوت لري.»

نوموړی وایی چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې د افغانستان حکومت ونه توانید چې دغه جنایتګران او د هغوی تر لاس لاندې ملیشو سره قانوني چلند وکړي، خو نوي ولسمشر اشرف غني په خپل کمپاین کې وعده کړې وه، چې دی به دغه کسان مهاروي، او زیاته کړې يې وه چې امنيتي ځواکونه به د قانون په دایره کې کار کوي او د هغوی له خوا به تعذیب نور نه زغمل کیږي، خو دا به کله کیږي، تر اوسه لا معلومه نه ده، ځکه چې اشرف غني د دغو جنايتکارانو د محاکمې لپاره د امريکا او ناټو همکارۍ ته اړتيا لري، مګر امريکا او ناټو هېڅکله داسې نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x