افغانستان

د مهاجرينو وزير په مشرۍ يو پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۸مه ۱۳۹۳ل): پاکستان کې د افغان مهاجرينو د وروستيو ستونزو او کړاوونو د حل په موخه د ګډ حکومت د مهاجرينو وزير سيد حسين عالمي بلخي په مشرۍ يو پلاوی د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی دی.
راپورونه وايي، چې دغه پلاوی به د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې او پاکستاني چارواکو سره د افغان مهاجرينو په ستونزو او مشکلاتو خبرې اترې وکړي.
د تېر کال ډيسمبر په شپاړسمه نېټه، پېښور کې پر پوځي ښوونځي له خونړي بريد وروسته د پاکستان په لر و بر کې د افغان مهاجرينو ستونزې او کړاوونه زيات شوي او پاکستاني پوليسو تر اوسه سلګونو افغانان نيولي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
سيد حسين عالمي بلخي اسلام اباد کې د افغان مهاجرينو د کمپونو له مخورو او سپين ږيرو سره په خبرو کې وويل، چې دوی به پاکستاني چارواکو سره د راجستر او غير راجستر افغانانو په ستونزو خبرې اترې وکړي.
کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره «UNHCR» وايي، چې پاکستان شپاړس لکه راجستر افغان مهاجرين ژوند کوي او د روان کال تر پايه دغه افغانان پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.
سيد حسين عالمي بلخي وايي، چې افغان حکومت په يو وار د شپاړس لکو افغانانو د ستنېدو توان نه لري او په دې اړه يې له پاکستانه د همکارۍ او مرستې غوښتنه وکړه.
خيبر پښتونخوا کې د افغانانو نيول او ځورول وروسته له هغې پيل شوي، چې د تېر کال ډيسمبر مياشت په شپاړسمه نېټه د پيښور پر پوځي ښوونځي خونړی بريد وشو.
له ياد بريد وروسته امنيتي چارواکو د خيبر پښتونخوا په ګډون ګرد پاکستان او ازاد کشمير کې د شکمنو کسانو پر ضد د عملياتو په ترڅ کې سلګونو افغانان نيولي دي.
د امنيتي ځواکونو د ځورولو له امله زرګونه کورنۍ له پاکستانه په دې ساړه ژمي کې خپل هېواد ته ستنې شوي دي.
که څه هم د پاکستان کورنيو چارو وزير چودهري نثار علي خان او مهاجرينو وزير متقاعد جنرال عبدالقادر بلوڅ په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې دې پېښه کې د افغانانو هيڅ لاس نه شته، مګر امنيتي ځواکونه هر ځای افغانان ځوروي، بنديانوي يې او د خلاصېدو لپاره ترې زرګونو روپۍ غواړي.
کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره «UNHCR» وايي، چې د پېښور له خونړي بريد وروسته د امنيتي ځواکونو د کړولو او ځورولو له امله ۳۰ زره راجستر افغان کورنيو پاکستان پرېښئ او په دې ساړه ژمي خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
افغانستان لپاره د «UNHCR» مشر ريچارډ ډانزيګر وايي، چې پاکستان د هر ناوړه عمل مسوولیت په افغان مهاحرینو اچوي: «هر کله چې یو ډاروونکی کار وشي، مسوولیت يې پر بهرنیانو اچول کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

دیر شه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close