روبرټ فيسک: سعودي له ايران، اسراييلو، امريکا، اسلامي دولت حتا له خپل ځانه هم ډارېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۸مه ۱۳۹۳ل): وتلي برتانوي ليکوال او د انډيپينډينټ ورځپاڼې ليکوال او ژورناليست روبرټ فيسک په خپله نوې مقاله کې ليکلي، چې سعودي عربستان له ګڼو سيمه ييزو او نړيوالو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

روبرټ فيسک زياتوي، چې سعودي عربستان له ايران، سيمه ييزو او کورنيو شيعه ګانو، اسلامي دولت، القاعده، اخوان المسلمين، د اسراييلو له دسيسو، د امريکا له خيانت، د قطر له پراخېدونکي نفوذه، حتا له خپل ځانه په وېره کې دی.

مقاله کې راغلي، چې د ايران پاسداران انقلاب عسکر او جنرالان د عراقي عسکرو په مشرۍ تکريت کې د سني جهادي ډلو او ملېشو پر ضد جنګيږي.

شل زره ايراني عسکر سوريه کې د بشارالاسد په ملاتړ له سني جهادي ډلو سره جنګيږي او په عين وخت کې د امريکا ولسمشر بارک اوباما هڅه کوي، چې «ملګري» ايران سره د اتومي انرژۍ ستونزه حل و فصل کړي.

روبرټ فيسک زياتوي: «د سعودي شاهي نظام پر ضد پاڅون که له شاهي کورنۍ را پيل نه شي، نو له کومه به پيليږي».

مقاله کې راغلي، د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نيتنياهو امريکايي کانګريس ته د ايران د ګواښونو په اړه خبرې کولې، د سعودي العربيه تلويزون مسؤول مدير فيصل عباس دا څرګندونې د پام وړ دي، چې د نړۍ هېڅ عاقل انسان د اسراييلي صدر اعظم له څرګندونو سره همغږی نه دی، مګر د ايران په اړه د نوموړي څرګندونې پر ځای وې.

فيسک وايي: «که څه هم د فيصل عباس څرګندونې د شاهي کورنۍ استازيتوب نه شي کولای، مګر دومره ويلای شو، که د شاهي کورنۍ ملاتړ او ډاډګېرنه ورسره نه وای، نو داسې خبرې يې نه کولې».

د مقالې په پای کې راغلي، چې تېره پنجشنبه د امريکا بهرنيو چارو وزير جون کيري د ايران اتومي انرژۍ په اړه له خبرو اترو وروسته سمدستي رياض ته ولاړ، تر څو سعودي چارواکو ته د ايران اتومي انرژۍ پروګرام په اړه ډاډ ورکړي.

«سره له دې، چې امريکا هڅه کوي، ايران سره د اتومي انرژۍ مسئله ژر تر ژره حل کړي، مګر امريکا دې ته هم ګوري، چې ايران سيمه کې د تاوتريخوالي او شيعه ګانو تر شا څومره لاس لري».

د سعودي د بهرنيو چارو وزير سعود الفيصل خپل امريکايي سيال ته وويل، چې ايران هڅه کوي، سيمه کې خپل نفوذ نور هم زيات کړي او ځان پر خليجي هېوادونو واکمن کړي او دا کار د امريکا حيثيت لپاره هم تاواني دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د