لمريزې الوتکې په لومړي ځل د ګردې نړۍ سفر پيل کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د نړۍ په تاريخ کې په لومړي ځل داسې يوې الوتکې د متحده عربي اماراتو له پلازمېنې ابو ظبۍ څخه نړۍ ته خپل سفر پيل کړ، چې يو څاڅکي تېل هم نه خوري، بلکې خپله انرجي له لمره تر لاسه کوي.

سولر امپلس ۲ په نوم دغه الوتکه دوه سويټزر لينډي پيلوټان بوريش برګ او بروټون پيکارډ به پنځه مياشتې په نوبتي ډول چلوي او د پنځو مياشتو په ترڅ کې به هڅه کوي، چې له ګردې نړۍ دوره ووهي.

دغو دواړو پيلوټانو له الوتو وړاندې رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د دې اوږ سفر موخه يې دا ده، چې نړۍ ته وښيي، چې انسان کولای شي، له نوو لارو چارو په ګټه اخيستو د انرژۍ په کارولو کمی راولي.

دغه الوتکه به د خپل پنځه مياشتني سفر په ترڅ کې ۳۵زره کيلومټره سفر کوي او وخت پر وخت به د نړۍ په ځينو هېوادونو کې کښته کيږي او د سفر لاسته راوړنې به يې ارزول کيږي.

سولر امپلس۲ الوتکه خپل لومړی سټاپ د هند په احمد اباد، د بارما په ماڼديلای او بيا د چين شونينګ کينګ او نان جينګ هوايي ډګرونو کې کوي.

له چين وروسته به هاوايي، بيا د متحده ايالتونو درې هوايي ډګرونو، وينييکس، نيويارک او جان ايف کينيډي هوايي ډګرونو کوزيږي.

له دې وړاندې ۲۰۱۳ کې هم سولر امپلس۱ له ګردې امريکا د لمر په مرسته راوګرځيده، مګر سولر امپلس۲ له ګردې نړۍ راګرځي او دا به د نړۍ په تاريخ کې لومړ ځل وي، چې يوه الوتکه د لمر به واسطه پنځو مياشتو کې د نړۍ سفر کوي.