په مزار شریف کي د اهل تشیع پر ماتم باندي چاودنه کي څلور تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي
نن ټکی آسیا: د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کی د اهل تشیع پر ماتم کونکو د چاودني له کبله څلور تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
د مزار شریف څخه امنیتي چارواکي خبر ورکوي چي نن له غرمې مخکي د مزار شریف د ښار اړوند د الکوزي په څلور لاري کې هغه مهال چاودنه را منځته شول، کله چي د اهل تشیع ماتم کونکي د سيمي څخه د تیریدو په حال کې وه.
د امنیتي چارواکو په وینا په دې چاودنه کې څلور تنه اهل تشیع مړه او څلور نور ټپیان شول.
تر اوسه ددې چاودني پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.
د بلي خوا داسي راپورونه هم ترلاسه شوي دي چي د مزار شریف په پوهنتون کي د سنیانو او شیعه ګانو تر منځ نښته را منځته شوې ده، خو د مرګ ژوبلي په اړه يې معلومات نه دي تر لاسه شوي.
باید وویل شي چي نن په کابل کي هم د اهل تشیع پر تکیه خانې باندي چاودنه را منځته شوه، چي له کبله يې د څلویښتو تنو په شاوخوا کې خلکو ته مرګ ژوبله ورسیده.
د وروستي راپورونو پر اساس د لشکر جنګوي العالمي په نامه یوه ګروپ د کابل د چاودني مسئولیت په غاړه اخیستی.
لشکر جنګوي په پاکستان کي یو مشهوره وسلواله ډله ده چي د شیعه ګانو په خلاف عملیات تر سره کوي، خو دې ګروپ ځانته نړیوال تنظیم ویلی، او په دې توګه په افغانستان ته هم عملیات غځولي دي.