افغانستان

بدخشان: طالبانو د شپږو اربکیانو له وژلو وروسته پوسته ونیوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): د بدخشان په وردوج ولسوالي کې تېره شپه د طالبانو او اربکیانو په نښتو کې شپږ اربکیان وژل شوي او پوسته د طالبانو لاس ته لوېدلې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی تېره شپه د بدخشان د وردوج په یومل سیمه کې په پوسته برید وکړ چې د دوی په خبر له «لږ مقاومت» وروسته پوسته د دوی تر واک لاندې شوه.

د خبرپاڼې له مخې په دې نښته کې شپږ اربکیان وژل شوي او نور په تېښته بریالي شوي دي، ورسره جوخت طالبانو په دې جګړه کې د خپل یو ملګري د وژل کېدلو خبر ورکړی دی.

په عین حال کې د وردج ولسوال دولت محمد خاور مني چې د شپې په دوو بجو طالبانو د اربکیانو پر یوې پوستې برید وکړ چې په ترڅ کې ۳ اربکیان ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.

خاور منلې چې طالبانو د پوستې څخه درې میله وسله هم له ځانه سره وړې.

تر دې وړاندې هم د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بیدار څو ځلې په مرکزي حکومت غږ کړی و، چې په دې ولایت کې طالبان ورځ تر بلې زور پیدا کوي او په خبره يې که يې اوس مخه ونه نیول شي بیا ورسره مقاومت سخت وي.

دا په داسې حال کې دی چې بدخشان د ژمي په یخو ورځو کې هم د طالبانو د بریدونو شاهد و، چې د سیمه ییزو چارواکو په ګډون مرکزي حکومت ته هم له اندېښنې خالی نه و.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close