افغانستان

طالبان: د نوي حکومت راتګ سره د بندیانو شکنجه اوج ته رسېدلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۷مه ۱۳۹۳ل): په وروستیو درې ورځو کې د هېواد په څو زندانونو کې د زندان د مسوولینو او بندیانو د نښتو راپوورنه ورکړل شول چې طالبان یې د زندان د مسوولینو د ظالمانه چلند په غبرګون کې بولي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته رالېږل شوې خبرپاڼه وايي چې د ګډحکومت د راتګ سره په د هېواد په ټولو زندانونو کې له بندیانو سره ظالمانه چلند اوج ته رسېدلی.

هغه زیاته کړې چې د بندیانو شکنجه کول او له هغوی سره ظالمانه چلند د یوه «طرحه شوي پلان» له مخې کیږي.

د بګرام زندان د تېر حکومت په ډيرو هلو ځلو تر یوه حده بند او زیات بندیان یې څرخي پله ته انتقال شول، خو د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ ګډ حکومت یو ځل بیا بندیان له څرخي پله زندان څخه بګرام زندان ته انتقال کړل.

د بګرام څخه خلاص شوي بندیان وايي چې د بګرام زندان چارې که څه هم رسماً ګډ حکومت ته سپارل شوي خو امریکایان له هم په دغه زندان کې شته او د دوی څخه تفتیش ټول امریکایان کوي او شکنجې هم امریکایان ورکوي.

مجاهد وايي چې د بګرام زاندان ته د بندیانو انتقالولو سره « ګڼې بېوزله کورنۍ له خپلو بنديانو سره له ملاقات څخه محرومي شوې». بګرام زندان ته په لېږدول شوو بندیانو کې یو شمېر داسې کسان هم وه چي د بند قانوني موده يې بشپړه کړې وه.

وړمه ورځ د نېمروز په زندان کې د بندیانو او زندان مسوولینو ته منځ نښته رامنځته شوه چې د ۴ کسانو چې دوه یې د زندان مسوولین او ۲ بندیان و، په وژنې پای ته ورسېده.

طالب ویاند دا یو پلان ګڼي او وايي چې حکومت عسکرو ته پلان ورکړ څو بندیان روحي او فزیکي وکړوي ځکه د نېمروز د زندان پېښه د زندان د مسوولینو له لوري قران کریم ته د توهین څخه وروسته رامنځته شوې.

«په نیمروز محبس کي د تېري ورځي پېښه د همدغه پروګرام يوه برخه کېدای شي ، ځکه د عسکرو لخوا د قرانکريم بي حرمتي ددې لامل شوه چي بنديان دخپلو ديني ارزښتونو په دفاع کي له هغوی سره نښته وکړي او دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واوړي».

هغه د شبرغان پرونۍ پېښې اړوند ویلي چې د حکومت «کرغېړن چلند» ددې شاهدي ورکوي چې بندیان د زغمه وتلي حالت سره مخ دي. « کله چې تش لاسي بنديان له مسلحو عسکرو سره شخړو او بيا جګړې ته زړه ښه کوي دا خپله د يوه داسې حالت بیان کوي چي بنديان دغه کار ته انتهايي مجبور او د هر خطر په منلو سره دغه ډول اقدام ته اړ ايستل شويدي».

په کندهار ولایت کې د بشري حقوقو ناقض او ټوپکسالار جنرال رازق د عسکرو لخوا په دې وروستیو کې له مدرسو شاوخوا ۸۰ طالبان وتښتول شول چې ځېنې یې وروسته ووژل شول او ځېنې يې لا اوس هم نادرکه دي.

طالب ویاند وايي چې د مدرسې دغو طالبانو له جملې د ۷ تنو وژل شوو جسدونه په داسې حال کې موندل شوي چې سترګې یې ترې ویستل شوې وې او په چړو وهل شوي وو او ځېنې نور يې په بېلا بېلو شکنجو وژل شوي وو.

دوی خپلو پخوانیو اعلامیو ته په اشارې سره یو ځل بیا پر نړیوالو بشري ادارو او سازمانونو غږ کړی چې « له مظلومو بنديانو سره د کابل رژيم د روان ناوړه چلند په اړه خپل مسئوليت اداء کړي او خپل وظيفوي حیثیت، بې پرېتوب او د بشري رسالت ادعا ثابته کړي» .

تر دې وړاندې یوناما هم په یوه راپور کې منلې وه چې د افغانستان په زندانونو کې بندیان شکنجه کیږي او په دې وروستیو کې د بندیانو شکنجه او ځورونه ۱۴ سلنه زیاته شوې ده.

راپور زیاته کړې چې د افغانستان په زندانونو کې له بندیانو په زور او شکنجه اقرار اخېستل کیږي چې د بشري حقونو مخالف عمل دی.

د افغانستان په زندانونو کې پراته بندیان هم وايي چې مستنطقین يې د فزیکي شکنجو سربېره روحي ډير زوروي. دوی وايي چې بندیان یې ږیرو ته، دین ته، قران ته او رب الجلال ته سپکاوی کوي.

د څرخي پله په زندان کې یو بندي نن ټکي اسیا ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د کابل د ملي امنیت په ۹۰ ریاست کې د ډیرې شکنجې وروسته ده د «یا الله یا الله» چېغې وهلې، خو استخباراتي مامورینو ورته ویل چې «هله تکړه شه، [نعوذ بالله] الله ته دې غږ کړه چې له موږه دې خلاص کړي».

دوی وايي چې په زندانونو کې فزیکي شکنجې عادي خبره ده خو ولې روحي يې تر فزیکي هغې څو چنده ډیر ځورونکي وي.

د ملي امنیت او نورو زندانونو کې د عسکرو لخوا شکنجې د همدې لامل شوي چې بندیان د کلونو بند وروسته یو ځل بیا د حکومت ضد وسله‌واله مبارزه پیل کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close