افغانستان

د کابل سرپرست والي له خپلې دندې استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د کابل سرپرست والي عبدالجبار تقوا له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د محلي ارګانونو وياند تواب غورځنګ رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې د کابل سرپرست والي عبدالجبار تقوا د ځينو شخصي لاملونو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

ښاغلی تقوا له ننه دوه کاله وړاندې له پخواني والي احمدالله عليزي وروسته د کابل والي ټاکل شوی و.

نوموړي پخوا د تخار او پروان د والي په توګه هم دندې ترسره کړي دي.

که څه هم د نورو ولايتونو په څېر د کابل ولايت خلکو هم له ښاغلي تقوا شکايتونه کړي و، مګر د محلي ارګانونو وياند وايي، چې د نوموړي فعاليتونه د ستايلو دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close