افغانستان

بیړنی خبر : کابل کې چاودنې دیرش تنو ته مرګ ژوبله اړولې

blast_on_shrine

نن ټکی اسیا/ له کابل ولایت نه په تازه رارسیدلي خبر کې ویل شوي چې همدا اوس ۱۲ بجې په کابل ښار کې دارګ ماڼې ته څېرمه داهل تشیع په تکیه خانه کې زورورې چاودنې دیرش تنه مړه او ژوبل کړي دي  .

دیوې بهرنۍ خبرې منبع دراپور له مخې چاودنه چې د ‌اهل تشیع په یوه تکیه خانه کې رامنځ ته شوې او سیمه کې دوژل شوو کسانو مړي او ټپیان پراته دي چې دقیقه شمېره یې نه معلومیږي ، سیمې ته امبولانسونه رارسیدلي او دمړو او ټپيانو په انتقال بوخت دي . پولیس دامنیت ټینګولو په هڅه کې دي .

 ویل کېږې چې په پېښه کې به دوژل شویو کسانو شمېره نوره هم زیاته شي .

دیادونې وړ ده چې نن د محرم الحرام دمیاشتې دلسمې په مناسبت دحضرت امام حسین رض دشهادت په یاد کې اهل تشیع په ټوله نړۍ کې ددې ورځې دلمانځلوپه مناسبت غونډې اولاریونونه کوې، چې څو ځله مخکې هم پدې ورځ دنوموړو لاریونونو چاودنې شوې دي او پکې زیات شمېرخلک وژل شوي دي .

تراوسه لا کومې ډلې دپېښې پړه په غاړه نه ده اخستې .

عابر مسافر/ نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x