هند: د غوا غوښه پلورونکي لپاره پنځه کاله بند سزا وټاکل شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د هند حکومت پریکړه کړې چې له دې وروسته د دغه هیواد په ماهاراشترا ولایت کې د غواګانو حلالول او د غوښې خرڅول په بشپړ ډول منع دي.

د ماهراشترا ولایت د هند دریم ستر ولایت ګڼل کیږي چې د بومبۍ ښار یې مرکز دی.

د هند حکومت په دې لړ کې د نوي قانون په اعلانولو سره خبرداری ورکړی چې که هر څوک د غواګانو د غوښې په پلورولو ونیول شي، په پنځه کاله بند محکومیږي.

په دې قانون کې همدا راز راغلي چې سرغړوونکی به ۱۰ زره هندۍ روپۍ هم جرمانه کیږي.

دغه قانون په ۱۹۹۵م کال کې د هند پارلمان منظور کړی وه خو په تېره موده کې د نورو ولسمشرانو لخوا تصویب شوی نه وه، چې بالآخره تېره اونۍ د هند اوسني ولسمشر برناب مکرچي لاسلیک کړ.

ویل شوي چې دا قانون غوا او غويي دواړو ته شامل دی او حتی خوسی هم د دغه قانون تر حکم لاندې راځي. خو د میښو په ذبح کولو تر اوسه بندیز نه دی لګیدلی، اما مخکې له مخکې د چارواکو اجازه او موافقه شرط ده.

له دغې پریکړې وروسته په هند کې د غواګانو فارمونه مخ په خالي کیدو دي او د فارمونو خاوندان د خپل روزګار په اړه ډیر اندیښمن دي. په فارمونو کې د غواګانو روزونکي په دغه قانون نیوکه کوي او وايي چې پخوا به یې د غواګانو له غوښو څخه ډیر عائد ترلاسه کاوه، خو اوس چې غواګانې نه شي ذبح کولای، نو اړ دي چې په کلونو کلونو به تر هغه خپلې پیسې د غواګانو په روزلو مصرفوي چې بالاخره پخپل طبیعي مرګ ومري.

په هند کې د هندوانو، بودایانو، سیکانو او عیسویانو سربیره، نږدې ۳۰۰ میلیونه مسلمانان اوسیږي، چې د دې هیواد د نفوس ۲۵٪ تشکیلوي.

هندوان د خپلې ګمراه عقیدې پر اساس د غواګانو عبادت کوي او په مذهبي سپیڅلتیا او تقدس ورته قایل دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د