افغانستان

قیصار کې د اربکیانو قومندان سپين ږیري ډبولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې د اربکیانو سیمه‌ییز قومندان ډبولي او له دوی باج اخلي.

د قیصار ولسوالۍ د دین تاش سیمې اوسیدونکو نن د فاریاب ولایت مقام مخې ته د اربکیانو پر ضد لاریون وکړ او له ولایتي چارواکو يې غوښتنه وکړه چې ستونزې یې ورحل کړي.

پژواک خبري اژانس د راپور له مخې معترضینو ویل چې د ډانګ او پړانګ تر منځ ګیر دي. د بدر الرحمن په نوم یو معترض وویل چې له کله قومندان سخي د دوی سیمې ته ورغلی، خلک ځوروي، د پسونو او ډوډۍ لپاره پیسې غواړي او که څوک د ورکولو څخه انکار وکړي په سخته هوا کې ترې جامې وباسي او تر مرګه یې وهي.

هغه زیاته کړه چې «په کورنۍ کې اته کسان لرم. نه پوهېږم دوی ته نفقه ورکړم یا پوستې ته مصارف ورکړم».

۷۰ کلن محمد یونس چې ژړل یې او له سترګو یې اوښکې بهېدې، پژواک ته وویل چې ددغه قومندان له ظلمه کوم لوري ته ولاړ شي.

هغه وویل چې دومره پیسې نه لري چې خپله ۱۰کسیزه کورنۍ نفقه پرې وکړي په دغه بد اقتصادي وضعیت کې د پوستې خرڅ له کومه کړي؟

دغه سپين ږیری چې اربکیانو ډبولی و او په بدن یې د وهلو نښې نښانې له ورایه ښکارېدې زیاته کړه چې «قومندان سخي ترې پسه وغوښت، ما ورنکړ. په یخه هوا په واورو کې يې پوستې ته بوتللو، ويې وهلو او بندي یې کړ».

د هغه په وینا په قیصار په دین تاش سیمه کې پخوا ۳۵۰ کورنۍ اوسېدلې خو د نا امنۍ، ظلم و ستم له کبله اوس شاوخوا ۵۰ کورنۍ پاتي او نورو سیمه پريښي.

د فاریاب ولایتي شورا وکیل محمد نادر سعیدي هم د اربکیانو ظلمونه مني. هغه وايي چې دغه قومندان په قیصار کې د اربکیانو سل کسیزه قطعه لري او د بې حده ظلم له کبله د «سخي حکومت» په نوم مشهور دی.

سعیدي زیاته کړې چې دغه قومندان اوس تازه د «ثور» کلي څخه درې لکه افغانۍ د وسلو د خریدارۍ، مرمیو او عسکرو لپاره راټولې کړي او دا موضوع يې د ولایت مقام، امنیتي ارګانونو او د یوناما دفتر سره په ليکلي بڼه هم مطرح کړې خو د کمزورې سیمه‌ییزې ادارې او د امنیتي ارګانونو بې تفاوتۍ له کبله دغو شکایتونو ته هېڅ رسیدګي نه ده شوې.

په عین حال کې سخي قومندان مني چې له خلکو وچه ډوډۍ، لرګي او څښاک اخلي او نور ترې څه نه اخلي. هغه وايي چې دا شیان د سیمې خلکو تر دې وړاندې د اربکیانو بل قومندان نجیب ته هم ورکول.

دغه اربکی قومندان د نورو اربکیانو په څېر ځايي خلک په دې تورن کړل چې د کورونو منځ کې طالبانو ته لاره ورکوي څو پر دوی برید وکړي.

سخي د خلکو څخه باج اخېستنه د وطن او خلکو څخه دفاع بولي او وايي چې په دغه لاره کې یې ماما، تره زوی او اوښې د لاسه ورکړی.

د یادونې وړ ده چې اربکیان د خلکو سره په سخت او ظالمانه چلند مشهور دي. څو ورځې وړاندې د غزني په اندړو کې سیمه‌ییزو اربکیانو یو مسجد له دې کبله وسوځولو چې ځايي خلکو په کې د اربکیانو له کبله لمونځ نه کاوه.

همدا راز د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د سرجنګي په نوم قومندان له هر زرنج ریکشې څخه چې لرګي او نور سامان یې بار کړي وي، د نوموړي په پوسته تیریږي ۵۰۰ کلدارې اخلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد ابوبکر

هسی خو که ماهر انځور ګر د بالفعل حاکم نظام مجسم انځور وکښلی نو په پاس عکس کی دمنفور اوکرغیړن اربکی څخه به ډیر کړغیړن بدرنګی او بوږنوکی انځور رسم کړی ، ولی نه ، او نظام دهمدی قبیح الشکله او قبیح الفعله څیرو په مټ ولاړ او دهمدوی څخه مرکب دی، خو هغه څه چی زمونړ مسلمان ولس او نور پوه ملتونه باید ورڅخه درس واخلی هغه دغربی بی ته‍ذیبه بدماشانو استعماری نقشی دی چی همیشه د همدی بی ضمیره بهرنیو او داخلی لنډغرانو په لاس پیاده کیړی ، او بیا په ډیره بد سترګی ددیموکراسی او انسانی حقوقو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close