افغانستان

طالبان : په بدخشان کې مو دیرش تنه عسکر او شل عرادې موټر نیولي

.

نن ټکی اسیا : وسلوالو طالبانو دبدخشان په ولایت کې ددیرش تنه عسکرو دژوندي نیولو او ورسره دشل موټرو دغنیمت نیولو خبرداری ورکړي .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي بريښنالیک کې ویلي چې ملګرو یې دنوموړي ولایت په وردج ولسوالۍ کې دحکومتي عسکرو سره درنه جګړه کړې.

 نوموړی زیاتوي په جګړه کې ګڼ شمير پوليس مړه او ټپيان شول ،ديرش (30) تنه پوليس ژوندي نيول شوي او هم د هغوي د سپرلۍ شل (20) عرادي رينجر موتر د طالبانو لاس ته ورغلي دي .

 دبدخشان ولایت دوالي ویاند عبدالمعروف راسخ بیا دپېښې دپخلي تر څنګ زیاتوي چې په سیمه کې اوس هم جګړه روانه ده او سیمه دطالبانو له خوا محاصره شوې ده .خو نوموړي په جګړه کې دخپلو عسکرو دنیول کېدو په اړه ناخبري وښوده .

بدخشان یو له هغو ولایتونو ځخه دي چې وخت ناوخته ورڅخه د ورته پېښو خبرونه ورکول کیږي .

دیادونې وړ ده چې څه موده مخکې هم طالبانو په نوموړي ولایت کې دیرش تنه عسکر ژوندي نیولي وو .

عابرمسافر/ نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x