افغانستان

پروان کې د یوې مدرسې لسګونه شاګردان مسموم شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د پروان سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په جبل السراج ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې ۴۸ شاګردان مسموم شوي.

د جبل السراج ولسوالۍ د ابوذر غفاري مدرسې سرمعلم قاري نیک محمد نجرابي ویلي چې دغه شاګردان نن دوشنبه د غرمې تر ډوډۍ وروسته مسموم شوي.

د هغه په وینا مسموم شوي شاګردان یې د پروان ملکي روغتون ته لېږدولي او تر تداوي لاندې دي.

نجرابي وویل چې تر دې دمه ورته د شاګردانو د مسمومیت لامل نه دی څرګند شوی.

د پروان امنیه قومندان محمد زمان مموزي د پېښې د تایید سربېره ویلي چې پولیسو د پېښې په تړاو څېړنې پیل کړي.

د پروان د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد قسیم سعیدي ویلي چې تر دې مهاله د مدرسې شاګردان بستر دي، روغتیايي وضعیت یې ښه دی او هېڅ یو ته د مرګ ګواښ نه شته.

سعیدي زیاته کړې چې د شاګردانو د مسمومیت په اړه ټیسټونه کوي خو تر دې دمه کومې پایلې ته نه دي رسیدلي.

د ابوذر غفاري مدرس ۱۶۰۰ شاګردان لري او د پروان د پوهنې ریاست لاندې فعالیت کوي.

په دې وروستیو کې د کندهار امنیتي چارواکو ددغه ولایت د بېلابېلو مدرسو څخه ۸۰ تنه د دیني زده کړو طالبان تښتولي چې د له منځه یې د ۷ مړي په داسې حال کې موندل شوي چې سترګې ترې ویستل شوې وې.

د کندهار د مدرسو پاتې طالبانو درک لا تر دې دمه معلوم نه دی.

د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر څو میاشتې وړاندې د پاکستان او هند له حکومتونو غوښتي وو چې مدرسې وتړي ځکه مدرسو کې «ترهګر» روزل کیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close