نظــر

بحر المیت (مړ بحر) او یا هم د لوط بحر

لیکوال: صیام پسرلی /

دا سیند چې په انګلیسي ژبه کې ورته Dead Sea وایی، د اردن (جوردان) او اسرائیل تر منځ موقعیت لري. په ټوله نړۍ کې دا یواځینۍ بحر دی، چې هیڅ حیوان، بوټی او یا هم ژوندي موجود  په کې ژوند نه شي کولای او د مالګي فیصدي یې تر نورو بحرونو اته ځلی ډېره ده.  د یادونې وړه ده، چې  په نړۍ کې ډېر بحرونه مالګین دي. بل خصوصیت یې دا دی، چې انسان په کې نه ډوبیږي، هر څوک که وغواړي حتی که لامبل یې هم نه وی زده، په دغه بحر کې ولامبي. بله ګټه یې دا ده، چې خټه یې ډېره ګټوره ده، ډېر خلک په تیره اروپایان او امریکایان له دې ځای څخه لیدنه کوي، او خپل ټول ځان په خټو لړي. وایی چې دا خټه د جلد او صحت لپاره ډېره ګټوره ده په صحي برخه کې هم ترې ډېر استفاده کېږي.

ددې بحر ټول مساحت ۶۵۰ کیلو متر مربع

طول: ۷۰ کیلو متر

عرض: ۱۷ کیلو متر

عمق یا ژوره برخه یې: ۳۹۹ متر

حجم: ۱۱۴ کیلو متر مکعب

دا هغه بحر دی، چې  دلوط علیه السلام قوم په کې ډوپ او هلاک شوی، داسې روایت هم شته، چې که څوک دغه سیمي ته راځي نو باید ډېر ژر بیرته لاړ شي او یا هم په چالاکۍ او  تیزي سره ځان وباسي. دلته په اردن کې هم دا ځای چندان ښه نه یادیږي.  ددې ځای او پیښې قیصه داسې ده، چې  کله ابراهيم  عليه السلام  د مصر له ټاټوبی وکوچيد، لوط (ع) هم ورسره وخوځيد او له پريمانه مالونو سره د فلسطين سيپڅلې ځمکې ته ورسيدل.

څه موده وروسته د دوي مالونه او نفوس دومره زيات شول، چې په فلسطين کې نه ځائېدل، نو لوط (ع) د خپل تره ابراهيم له ځايه زړه صبر کړ او د سدوم ښار په لور وخوځېد.

د سدوم خلکو فاسد اخلاق او ککړ افکار لرل، له ګناهونو يې  ډډه نه کوله او د هيچا نصيحتونه يې نه منل، دغه بې لارې ولس په پليتي  او  پريوتي فطرت کې ساری نه درلود، غلاوې يې کولې، له ملګرو سره يې خيانت کاوه، شوکمار وو، هر لاروي ته به کښيناستل، مالونه او شته به يې لوټل او بې له ژړا به یې ورته بل څه نه پريښودل، د هيڅ دين خبره يې نه منله، حيا ته يې شا کړې وه او هيڅ نصيحت ته يې غوږ نه کښيښوده.

د لوط (ع)  قوم د جنايتونو تږی ؤ. هر څومره ګناه يې چې کوله د ګناه تنده يې نه ماتيده، زړونه يې د فساد وږی وو خو ښايي دا پريمانه او بې خرته ګناهونه د هغوی د تندې د خړوبولو لپاره بس نه  و، نو يو داسې ککړ کار يې راواخيست چې تر دې مخکې چا نه ؤ کړی.

دوی به له هلکانو سره څملاستل، بچه بازان وو، خپلی ښځې يې پريښې وې او له هغوی سره يې ملاستي نه کاوه، او  د دي ګند له وتلو هڅه هم نه کول.

دوی ظالمانو پخپله هم دا کار په ډاګه کاوه او نور يې هم دې ګند او لواطت ته رابلل، دا جنايتونه او بد عملۍ دومره زياتې شوې، چې  په ښکاره به کېدل او نور نو بده خبره ورته نه ښکارېده.

دوی په ګناه کې سر تر پایه غرق و، شيطان پرې ډېر تسلط پیدا کړی و، خلاصه دا چې هغه کارونه ی کول، چې انسانیت یې هیڅ نه شي منلای. الله تعالی(ج) لوط ته وحی وکړه چې دا ورک او بې لاري ولس د الله منلو او سمې لارې ته وغواړه.

حضرت لوط (ع) هم خپل تبليغ پيل او  خپل استازيتوب يې په ډاګه کړ. ټولو ته د سمې لارې دعوت ورکړ، خو د هغوی سترګې د لوط په تبليغاتو ړندې او غوږونه يې درانه شوی وو، پر زړونو يې د ناپوهۍ پردې غوړېدلې وې خپلو جنايتونو ته يې دوام ورکړ، له ګمراهۍ ستانه نه شول.

حضرت لوط (ع) له ډېرو تبلیغاتو وروسته پوه شو، چې دا خلک په سمه نه پوهیږي، نو د الله(ج) په دینوی او اخروی عذاب او جزاګانو  يې وويرول، د خدای په غضب يې وګواښل خو هغوی بيا هم په کیسه کې نه شول او لوط (ع)  ته ېې وويل د کوم عذاب ژمنه چې دې کړې راويې ښيه او د څه چې موږ وړ يو، رانازل يې کړه.

حضرت لوط (ع)  مجبوراً رب ته لاسونه اوچت کړل او د خپل قوم د تباهي لپاره یې دعا وکړ. چې پر هغوی دردوونکې عذاب نازل کړي، ځکه چې د لوط (ع) د قوم کړنې د انسانيت پر مخ لوی داغ و.

الله تعالی د لوط غوښتنه ومنله او خپلې پرښتې يې د ظالمانو دغه ښار ته وليږلې او لوط (ع)  او ملګرو ته یې امر وکړ، چې دا ښار پریږدي او بل چېرته لاړ شي.

د لوط (ع)  د وتلو سره سم  ځمکه ولړزيده او په بل مخ راواوړيده، له بل پلوه هم د کاڼو باران  وشو، د لوط د قوم ښار په کنډوالو  بدل شو او کورونه يې پوپنا شول.  ټول په دغه اوسني بحر المیت کې غرق شول. د تاریخ له مخې دابحر ډېر ارزښت لري.

 

د یادونې وړه ده، چې جوردان یا اردن کې نور تاریخي سیمې هم لري، لکه هغه غار چې  اصحابو کهف په کې ۳۲۰ کاله ویده شوي ول، د موسی (ع) کور او مقبره، د شعیب (ع) مقبره او ځیني نورې په زړه پورې سیمې او اثار.

په درنښت

صیام الدین پسرلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x