افغانستان

کاپيسا: د بهرنیانو په ډزو د حاجي په ګډون ۶ تنه ملکي وګړي شهیدان او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي

targeting_afghan_picنن ټکی آسیا: د کاپیسا ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د درندو وسلو په برید کې د حاجي په ګډون شپږ تنه ملکي وګړي شهیدان او اته تنه نور ټپیان شول.

د تګاب ولسوالۍ د هیبت خیلو د سیمي څخه عیني شاهدان وايي چي نن مازیګر په دغه سیمه کې د بهرنیانو له خوا ویشتل شوي مرمۍ د یو داسي حاجي د کور پر میلمستون ولګیده چي تازه د حج څخه راغلی وو.

هغوی زیاته کړه چي دسیمي خلک ددغه حاجي د ښه راغلاست او ستړي مشي په خاطر د هغه میلمستون ته ورغلي وه، چي بهرنیانو د خپلي قرار ګاه څخه چي د د تګاب ولسوالۍ د تعمیر په سیمه کي پرته ده، پرې ډزی وکړي چي له کبله يې حاجي د خپلو پنځو تنو میلمنو په ګډون ښه شهادت ورسید، او اته تنه نور میلمانه يې ټپیان شول.

د کاپيسا والي هم ددغه برید تصدیق کړی او په اړه يې رسینو ته ویلي چي په دغه برید کي شپږ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

باید وویل شي څو ورځي تر مخه د کندهار په ژیړی ولسوالۍ کې هم د بهرنیانو د توغندۍ له کبله د اوو تنو ماشومانو په ګډون اته تنه ملکي وګړي په شهادت رسیدلی وه، چي بیا د ناټو عمومي قومندان ولسمشر حامد کرزي ته په یو لیک کي ویلي وه چي دوی به له دې وروسته د ملکي وګړو د ژوند د خوندي کولو په خاطر نوي قدمونه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x