افغانستان

کرزی: موږ د پاکستان په اشارو چلېدل نه غواړو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۹مه ۱۳۹۳ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي ګواښ کړی، که افغانستان د پاکستان په اشارو چلیږي، نو کومه ازادي چې افغانستان د برتانوي او روسي ښکېلاک څخه تر لاسه کړې، هغه به ټولې په اوبو لاهو شي.

نوموړي دا خبرې ګارډین برتانوي ورځپاڼې سره په داسې وخت کې کړي، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د پاکستان په اړه د حامد کرزي د حکومت د ټولې پاليسي سرچپه روان دی او پاکستان ته یې تر بل هر وخت زیات امتیازات ورکړل او په افغانستان کې د سولې ټول امیدونه یې پاکستان پورې وتړل.

د ګارډین په وینا د اشرف غني له خوا پاکستان ته بې مقابله امتیازات ورکول پخوانی ولسمشر او د هغه د حکومت نور پخواني مشران خواشیني کړي دي.

حامد کرزي وویل: « موږ پاکستان سره ښې اړیکې غواړو، مګر موږ د پاکستان په اشارو نڅېدل نه غواړو».

کرزي د اشرف غني د سیاست او تګلارې سره د مخالفت سربیره زیاته کړه چې دی به اوسني ګډ حکومت سره همکاري کوي، اشرف غني ته به بیا هم په مخامخ مجالسو کې مشورې ورکوي.

د دې تر مخه هم حامد کرزي د اشرف غني ځیني پالیسۍ غندلي وې، نوموړي پاکستان ته د افغان پوځ د شپږو افسرانو د لیږلو به غبرګون کې ویلي و، چې افغانستان کله هم باید خپل عسکر ګاونډيو هیوادونو ته د روزنې لپاره ونه ليږي، په ځانګړې توګه کله چې همدا هیوادونه افغانستان ته سرتیري بریدګر را لیږي.
باید وویل شي چې حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په وروستۍ ویناوو کې په ډیر ټینګار سره ویل چې پاکستان او امریکا غواړي د افغانستان بهرنۍ پالیسي په خپل کنټرول کې ولري، چې دی به کله هم دا خبره ونه مني.

د کرزي په شمول د هیواد نور پخواني دولتي چارواکي او سیاسي کارپوهان په دې نظر دي چې د ګډ حکومت په اوسني شرایطو کې د افغانستان بهرنۍ او داخلي پالیسي د امریکا، پاکستان او نورو هیوادونو په لاس کې لوېدلې، چې له کبله یې د ګډ حکومت مشر داسې ښکاري لکه په ارګ کې چې د امریکا او ګاونډيو هېوادونو یو مامور وي.

حامد کرزي وویل: «که زموږ بهرنۍ پالیسي د بل کوم هیواد په لاس کې وي، نو د برتانوي استعمار او روسي ښکېلاک په خلاف زموږ جګړه او قربانۍ ټولي عبث ولاړې.»

نوموړي زیاته کړه که ده د خپلې واکمنۍ پر مهال د پاکستان خبرې منلې وای، نو دی به له دومره ستونزو سره نه و، مخ، مګر دی پوهېده، که د پاکستان خبرې ومني، دا کار به د افغانستان په سياسي او جغرافيايي راتلونکي ډېرې بدې اغېزي ولري.

د کار پوهانو په وينا اشرف غني د سیمې له سياسي جغرافيې سره هېڅ بلدتيا نه لري او دی په خپل ګومان ډېر سم روان دی، مګر نوموړی به هغه مهال په خپله تېروتنه وپوهيږي، چې اوبه له ورخه تېرې وي او د بيا را سمېدو تمه يې هم بې ځايه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close