نړۍ

مصری اديب او مفکر: د نړۍ تمدنونو ته تر ټولو زيات زيان د امريکايي يرغلونو له امله اوښتی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۹مه ۱۳۹۳ل): لس کاله وړاندې، برتانوي اديب، ليکوال او د نوبل جايزې ګټونکي هارولډ پينټر ويلي و، چې نړۍ دې د امريکا بشر ضد جرمونو او تباهۍ پر وړاندې راپورته شي، کنه راتلونکي وختونو کې د نړۍ تمدونونه د امريکا له لوري تباه شي او بيا به لاس او پښې وهو، هېڅ به نه شو تر لاسه کولای، مګر هغه مهال د هارولډ پينټر نارو هېڅ ګټه ونه کړه او هېچا پرې غوږ ونه ګراوه.

ښاغلی پينټر په ۲۰۰۸م کال کې ومړ او د سي ای اې د وحشي شکنجو په اړه يې د امريکايي کانګريس وېروونکی راپور ونه ليده، چې د سي ای اې جاسوسانو له خپلو مسلمانو دښمنانو د اقرار په موخه ډول ډول وحشي شکنجې ترسره کړي دي.

مصری مفکر او اديب جلال امين يو ځل بيا دغه دوسيه راپرانيسته او تېره ورځ يې په مصري ويبپاڼه «ألأهرام» کې يوه مقاله خپره شوې، چې وايي «يو تمدن بل تمدن ونړاو».

استاد جلال امين د خپلې مقالې په ترڅ کې ۲۰۰۳م کال راهيسې عراق کې د امريکايي عسکرو له لوري د عراقي تمدن د ويجاړولو کيسې کړي دي.

مقاله کې راغلي، چې د دغه تاريخي تمدن په ورانولو کې اروپا او جاپان هم د امريکا تر شا ولاړ وو.

«امريکا په عراق کې تر ټولو زيات ظلم دا وکړ، چې د عراق اسلامي او عربي تمدن يې تباه کړ، تاريخي ميوزيمونه، عامه کتابتونونه، او تاريخي ودانۍ او ښارونه يې ويجاړ کړل»

جلال امين زياتوي، چې پر عراق له امريکايي يرغل يوه مياشت وروسته، د اپرېل په ۱۱ او ۱۲نېټه امريکايي او ايتلافي عسکرو د عراق د ملي ميوزيم لوټ او تالان پيل کړ او د استاد امين په وينا د عراق ملي ميوزيم د منځني ختيځ تر ټولو مشهور او نامتو ميوزيم و او ورپسې يې د ملي کتابتون تاريخي او نايابه نسخې او د قرانکريم ليکل شوې تاريخي نسخې غلا کړې او د يونيسکو په ګډون د نړۍ هېڅ ټولنې پرې نيوکې ونه کړې.

جلال امين د بوسټن امريکايي پوهنتون د استاد پول زمانسکي او د اکسفورډ پوهنتون د استاد يارنر روبسون له قوله ليکلي، چې په تېرو پنځو پيړيو کې تر ټولو زيات زيان د عراق اسلامي تمدن ته د امريکا په لاس اوښتی دی.

« که غواړې، چې د امريکا له لوټ ماره ځان خبرې کړې، نو ۱۲۵۸م کال کې پر عراق د مغولانو تاريخ وګورئ، نو پوه به شې، چې د امريکا او مغولو د تمدن ضد جګړې تر منځ ورته والی ډېر زيات دی.»

ليکوال د خپلې څېړنيزې مقالې په ترڅ کې د امريکايي تاريخ پوه چالمرز جونسن کتاب « nemesis» ‘سزا’ ته اشاره کړې، چې امريکا په راتلونکي لنډ وخت کې د خپل پراختيايي فکر له امله له سختو ګواښونو سره مخ ده او تر ټولو مهم لامل يې له هېواده بهر نظامي حضور دی.

د «سزا» ليکوال وايي، چې پر عراق له امريکايي يرغل وړاندې ګڼو امريکايي استادانو خپل عمرونه د عراقي تمدن په پېژندلو کې تېر کړل او هڅه يې کوله، چې د خپل عمر په اوږدو عراقي او اسلامي تمدن وپېژني، مګر د دغو يادو استادانو ټولې هڅې د امريکا پخواني دفاع وزير ډونلډ رمزفېلد د يوې خبرې قرباني شوې «د امريکا ازاد عسکر په خپلو کړنو او جرمونو کې هم ازاد دي»

استاد جلال امين د خپلې مقالې په پای کې وايي، چې افغانستان، عراق، سوريې او نورو هېوادونو کې د امريکايي جرمونو پړه د امريکايي چارواکو تر څنګ پر سيمه ييزو هېوادونو او واکمنانو هم ده او د امريکا له دغو وحشي جرمونو د انسانانو په ګډون ونې او ډبرې هم خوندي نه دي.

ايا په ګرده نړۍ کې داسې څوک روڼ اندي او مثقف خلک شته، چې د امريکا د تمدني، بشري او کلتوري جرمونو پر وړاندې ودريږي او يا لږ تر لږه دا ومني، چې امريکا د خپلو پوځي يرغلونو پر مهال د محکمو ولسونو تمدونونه تباه کړي دي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x