افغانستان

د افغانستان په ختیځ کي ۳ تنه بهرني عسکر ووژل شول

afghanistan_bomb_germany_natoنن ټکی آسیا: نن د افغانستان په ختیځ کې د ایساف درې سرتیري د ماین چاودني په یوه پيښه کي ووژل شول.

په دې اړه په کابل کي د ایساف د مطبوعاتي مرکز څخه په تازه خپره شوې خبرپاڼه کي وویل شول چي نن د افغانستان په ختیځ کې د ماین د چاودېدو له امله د ایساف درې تنه عسکر ووژل شول.

ایساف خپل د پالیسي له مخي د وژل شویو عسکرو هویت او دپيښي دقیق ځای نه دی په ګوته کړی.

خو دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي نن غرمه طالبانو د وردګ ولایت د سید اباد ولسوالۍ اړوند د شابي په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو یو موټر د ماین په چولو سره له منځه یوړ، چي له کبله يې به موټر کي سپاره څلور تنه بهرني عسکر مړه او دوه نور ټپيان شول.

باید وویل شي چي ددې درو تنو عسکرو په وژل کیدو سره ایساف دا ومنله چي په روان کال کې تر اوسه ددوی ۵۴۲ تنه عسکر ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx