افغانستان

پروان کې يو سړي خپله مېرمن وژلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د پروان ولايت چارواکي وايي، چې يو سړي د سپارليو په موټر بريد کړی، چې دغه موټر کې يې ښځه، خسر او يو کوچني په ګډون څلور تنه نور سپاره وو.

چارواکي وايي، چې په دغه وسله وال بريد کې د سړي ښځه وژل شوې او د خسر په ګډون يې شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
د نورو ټپيانو هويت تر اوسه نه دی څرګند شوی.

د پروان امنيه قوماندان زمان مموزی وايي، چې بريدګر له پېښې وروسته په تېښته بريالی شوی او تر اوسه د پېښې لامل هم نه دی په ډاګه شوی.

کورنۍ ستونزې که څه هم طبعي او د ژوند برخه ده، خو دا چې خبره د کورنۍ د غړي ښځې يا مېړه تر وژلو ورسيږي، يو شمېر کورني او بهرني عوامل لري.
د افغانستان په تاريخ کې تېر ديارلس کاله د کورني شخړو تر ټولو خونړي کلونه بلل کيږي.

ګڼ شمېر افغانان فکر کوي، چې د دغو ستونزو تر شا د ښځې او مېړه د بې پرواهي په ګډون د بهرنيو ډرامو، فلمونو او د بهرنيو انجیوګانو له لوري د خلکو په کورنيو چارو کې مداخلې او لاسوهنې دي.

د کابل د فاميلي محکمې يو قاضي محمد عالم سادات وايي، چې د بهرنيو مؤسسو له لوري د افغانانو په کورنيو چارو کې د مداخلو او لاسوهنې له امله د زرګونه کورنيو تر منځ شخړې راپيدا شوي او د ښځې او مېړه د طلاق زرګونه قضيې په محاکمو کې درج شوي دي.

د « kabul love story» په نوم فلمي راپور کې راغلي، چې يوازې پلازمېنه کابل کې سلګونه ښځې د کورني تاوتريخوالي له امله په زندانونو کې پرتې دي او د جرمونو لامل يې مېړه وژل، له کوره تښتېدل د دفتري کار له امله مېړه، خسرګنۍ، او پلارګنۍ سره شخړې او لانجې ښودل شوي دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close