نړۍ

مصر: سينا کې چاودنې ۲۴ پوليس ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د مصر سينا ولایت کې د ملی پوليسو پر مرکز چاودنې لږ تر لږه يو تن وژلی او ۲۴ پوليس يې ټپيان کړي دي.

رويټرز خبري اژانس وايي، چې چاودنه د سرتيري بريد په واسطه شوې، چې له امله يې د پوليسو د مرکز ديوال په بشپړه توګه نړېدلی دی.

الاناضول خبري اژانس د عيني شاهدانو له قوله وايي، چې د سرتيري بريد په نتيجه کې اتلس پوليس او دوه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

اسوشيټيډ پريس وايي، چې بريد د اوبو د ټانکر په واسطه شوی، چې له چاودېدونکو توکو ډک و، چې له امله يې شاوخوا ودانيو ته هم قوي زيانونه اوښتي دي.
د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

تېره ورځ هم د مصر عريش سيمه کې د پوليسو پر موټر چاودنې لږ تر لږه درې پوليس وژلي و او درې نور يې ټپيان کړي وو.

د يادونې وړ ده، چې مصر کې د ولسمشر محمد مرسي پر ضد له پوځي کودتا وروسته پر مصري عسکرو بريدونه او چاودنې زياتې شوي دي.

تېره مياشت هم اسلامي دولت پورې تړلې جهادي ډلې «انصار بيت المقدس» پر مصري پوځيانو د وسله وال بريد په نتيجه کې لږ تر لږه ۴۵ عسکر وژلي او له اوياوو زيات يې ټپيان کړي وو او د مصري چارواکو په وينا ياد بريد د سيسي د واکمنۍ پر مهال تر ټولو خونړی بريد و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x