نړۍ

ترکیه کې په لومړي ځل د عثماني خلافت په لیکدود مجله چاپ شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د ترکیې د «قرمان» ښار د اناثو د یوې مدرسې ښځینه زده کوونکو د «ګول نهال» په نامه د میاشتنۍ مجلې لړۍ پیل کړې. دا مجله به د عثماني خلافت په لیکدود (رسم الخط) لیکل کیږي.

د عثماني خلافت پر مهال د ترکي ژبې لیکدود د عربي او فارسي ژبو له حروفو څخه ترکیب شوی وه، خو كله چې مصطفی کمال اتاتورک عثماني خلافت راوپرځاوه، دغه لیکدود یې په لاتیني حروفو بدل کړ.

د ښوونځي مدیره «علیمه قایا» وايي چې د مجلې هدف دا دی تر څو شاګردان د عثماني ژبې زده کړې ته وهڅیږي او د خپلو نیکونو له تاریخ سره اشنايي پیدا کړي.

نوموړې زیاتوي، وروسته له هغه چې د ښوونځي په تعلیمي نصاب کې د عثماني ژبې زده کړه اضافه شوې، زده کوونکې کولای شي په اسانۍ سره عثماني لیکدود ولولي او پرې وپوهیږي.

تر اوسه د دې مجلې لومړۍ ګڼه له چاپه راوتلې او ټاکل شوې چې د نورو ګڼو چاپ به یې په میاشتني ډول دوام ومومي.

دا مجله د ترکیې حکومت د هغو کوښښونو کړۍ بلل کیږي چې غواړي په دې هیواد کې یو ځل بیا د عثماني خلافت لیکدود راژوندی کړي.

څه موده وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان د یو فرمان له مخې د دې هیواد د ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې د عثماني خلافت د ژبې زده کړه اضافه شوه.

د ترکیې ولسمشر په لومړي سر کې د دې فرمان، چې په خپل ډول کې بې ساری ګڼل کیږي، له امله د مخالفو ګوندونو تر سختو نیوکو لاندې راغی، خو نوموړي له خپل تصمیم څخه په کلکه دفاع وکړه او ویې ویل چې په هیڅ قیمت به له دغې پریکړې څخه لاس په سر نه شي، «که څوک خفه کیږي او که خوشحالیږي؛ عثماني ژبه به د هیواد په ښوونځیو کې تدریسیږي».

په ترکیه کې د کمال اتاتورک له وخته د عثماني لیکدود په استعمال بندیز لګیدلی وه، چې وروسته له ۸۵ کالو دا لومړی ځل دی چې خلک د عثماني خلافت د لیکدود زده کړې ته مخه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x