افغانستان

په یوه ترافیکي پیښه کې (۸) تنو ته مرګ ژوبله واوښته

car_accidentنن ټکی آسیا: دمیدان وردګو ولایت دسیداباد ولسوالۍ دسالارو د پتنک په سیمه کې نن سهار په ۹ بجو د دوه سراچو موټرو دټکر له امله يوه ښځه مړه، د دریو ښځو په ګډونه ۷ تنه ټپیا شول.

د پيښي په اړه د وردګ ولایت ویاند شاهد الله شاهد نن ټکی آسیا ته وویل چي: یوه شخصي سراچه مټر چې د غزني څخه دکابل په لورې او بله شخصي سراچه موټر چې دکابل څخه دوردګو په لور روانه وه

دسالارو دپتنک په سیمه کې دبې احتیاطۍ له امله یې تصادم وکړو چې په یوه سراچه موټر کې يوه میرمن دغزني ولایت اوسیدونکي ځاي پرځای مړه، ۳ تنه نورې ښځې او په بله سراچه موټر کې ۴ تنه نارینه پکې ټپيان شول چې  ټپیان دسیمې دخلکو او ملي اردو په مرسته دسیمې څخه دسیداباد روغتون ته یوړل شول چې په ټپیانو کې دیوې ښځې روغتیايي حالت داندیښې  وړ ښودل شوې وو چې کابل ته ولیږدول شوه.

هغه زياته كړه چي دا پيښه پېښه د پولیسو لخوا دڅيړنو  او پلټنو لاندې ده

په یوه ترافیکي پیښه کې (۸) تنو ته مرګ ژوبله واوښته

نن ټکی آسیا: دمیدان وردګو ولایت دسیداباد ولسوالۍ دسالارو د پتنک په سیمه کې نن سهار په ۹ بجو د دوه سراچو موټرو دټکر له امله يوه ښځه مړه، د دریو ښځو په ګډونه ۷ تنه ټپیا شول.
د پيښي په اړه د وردګ ولایت ویاند شاهد الله شاهد نن ټکی آسیا ته وویل چي: یوه شخصي سراچه مټر چې د غزني څخه دکابل په لورې او بله شخصي سراچه موټر چې دکابل څخه دوردګو په لور روانه وه دسالارو دپتنک په سیمه کې دبې احتیاطۍ له امله یې تصادم وکړو چې په یوه سراچه موټر کې يوه میرمن دغزني ولایت اوسیدونکي ځاي پرځای مړه، ۳ تنه نورې ښځې او په بله سراچه موټر کې ۴ تنه نارینه پکې ټپيان شول چې  ټپیان دسیمې دخلکو او ملي اردو په مرسته دسیمې څخه دسیداباد روغتون ته یوړل شول چې په ټپیانو کې دیوې ښځې روغتیايي حالت داندیښې  وړ ښودل شوې وو چې کابل ته ولیږدول شوه.
هغه زياته كړه چي دا پيښه پېښه د پولیسو لخوا دڅيړنو  او پلټنو لاندې ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x