افغانستان

حاجی محمد نذير احمدزى د ولسي جرګې دوهم مرستيال وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۱۹مه ۱۳۹۳ل): ولسي جرګه کې د کوچيانو وکيل حاجي محمد نذير احمدزى، د ولسي جرګي د اداري پلاوي د ټاکنو په درېيمه ورځ د ولسي جرګې دويم مرستيال وټاکل شو.

له تېرو درې ورځو راهيسې د ملي شورا «ولسي جرګې او مشرانو جرګې» د اداري پلاوي ټاکنې روانې دي او تر اوسه د ولسي جرګې د لومړي او دويم مرستيال، منشي او مرستيال منشي ټاکنې ترسره شوي دي.

د اداري پلاوي د ټاکنو په لومړۍ ورځ ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی حاجي عبدالظاهر قدير د جرګې لومړی مرستيال، د بدخشان د خلکو استازی عبدالروف انعامي د جرګې منشي او د کابل د خلکو استازی عرفان عرفان د جرګې مرستيال منشي په توګه ټاکل شوي وو.

ولسي جرګه کې د دوهم مرستيال لپاره له وړمه ورځ ټاکنې روانې وې او د لومړي ځل لپاره د کابل او هرات د خلکو استازو سيد علي کاظمي او صالح محمد سلجوقي ځانونه نوماند کړي وو، مګر اړينې رايې يې تر لاسه نه کړې او تېره ورځ يو ځل بيا د يادې څوکۍ لپاره ټاکنې وشوې، چې په دغه سيالۍ کې د غزني د خلکو استازي، محمد عارف رحماني، د بلخ وکیل فرهاد عظيمي، د هرات استازي غلام فاروق مجروح او د بادغيس د خلکو استازي محمد سرور فايز نوماندان وو او دغو وکيلانو هم اړينې رايې تر لاسه نه شوای کړای، چې بالاخره د دوهم مرستيال لپاره نن د پنجشير د وکيل ظهير سعادت او د کوچيانو استازي حاجي نذير احمدزي ځانونه نوماند کړل.

په دغه سيالۍ کې حاجي نذير ۹۳ او ظهير سعادت ۴۳ رايې تر لاسه کړې.

د دوهم مرستيال د څوکۍ ګټلو لپاره ۹۱ موافقې رايې په کار وې، چې په تېرو درې ورځو کې يوازې نذير احمدزي تر لاسه کړې.

د احمدزي په ټاکنه د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي ولسي جرګې ته وويل، چې د دويم مرستيال له ټاکلو سره د ولسي جرګې اداري پلاوی بشپړ شو او له دې وروسته به د کميسيونونو، رييسان، مرستيالان او منشيان ټاکل کېږي.

حاجي نذير احمدزی د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالۍ دی تر دولسمه يې زده کړې کړي او له وکالته وړاندې افغانستان کې د بهرنيو عسکرو «ايساف» د و لايتي بيا رغونې «پي ار ټي» مشاور و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close